په ژوندی پڼه خپرونه
    ایران په پام کې لري د تیلو په تولید کې د ورځې تر ۵ ملیونو بیلره زیاتوالی راولي

    ایران په پام کې لري د تیلو په تولید کې د ورځې تر ۵ ملیونو بیلره زیاتوالی راولي

    © REUTERS/ Sergei Karpukhin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 90 0 0

    ایران په پام کې لري، په ۵ راتلونکو نېژدو کلونو کې د تیلو په تولید کې ۲۰ سلنه، د ورځې تر ۵ ملیونو بیلره زیاتوالی راولي. په دې هکله خبر د ایران د اړونده چارو وزیر بیژن زنګاني ورکړی دی.

    یاد وزیر د ریټر آژانس سره د مرکې پر مهال وویل؛ چې د تیلو د تولید زیاتوالی د تیلو د نوو زیرمو موندلو او ددغو چارو لپاره د نوې تکنالوژۍ د کارولو سره تړلی دی.

    د اپریل د میاشتې په پای کې زنګاني ویلي وو، چې ایران په یوه ورځ کې ۳،۸ ملیونه بیلره تیل تولیدوي.

    اوپیک د نفتو په بیو کې د ټیکاو په موخه د ۲۰۱۶ ز- ل کال د اکتوبر د میاشتې په ۳۰ مه نېټه هوکړه وکړه، چې په یوه ورځ کې د تیلو په تولید کې ۱،۲ ملیونه بیلره کموالی راولي. ددغې هوکړې له مخې، ایران دا ښوونتیا تر لاسه کړه، چې دومره تیل تولید کړي، څومره یې چې تر بندیزونو مخکې تولیدول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی