په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا په کانګرس کې د تروریستي ډلو او طالبانو پر ضد د ځواکونو د کارولو په هکله خبرې روانې دي

    د امریکا په کانګرس کې د تروریستي ډلو او طالبانو پر ضد د ځواکونو د کارولو په هکله خبرې روانې دي

    © AP Photo/ J. Scott Applewhite
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 100 0 0

    د امریکا کانګرس ته د تروریستي ډلو «داعش»، «القاعده»، او «طالبانو» پر ضد د پوځي ځواکونو د کارول او بریدونو په تړاو دوه ګوندیز سند وړاندې شوی دی.

    ددغه سند د لیکوالانو د جملې نه سناتور جیف فلیک په دې هکله وویل:«د تروریستي ډلو «داعش»، «القاعده»، او «طالبانو» پر ضد د کانګرس لخوا د پوځي عملیاتو تر سره کېدو د سند منلو سره به زمونږ متحدین او دښمنان په دې پوه شي، چې مونږ خپل هوډ ته ژمن یو».

    ددغه سند له مخې، د تروریستي ډلو «داعش»، «القاعده»، «طالبانو» او د هغو پر ضد چې د«داعش»، «القاعده»، او «طالبانو» سره اړیکې لري، د پوځي عملیاتو اجازه ورکول کېږي.

    ددې سربیره ددغه سند له مخې، کانګرس کولای شي، دافغانستان، سوریې، عراق، یمن او سومالي هیوادونو نه بهر د تروریستي ډلو «داعش»، «القاعده»، او «طالبانو» پر ضد د پوځي عملیاتو د بهیر کنترول وکړي.

    په همدې ډول دغه سند د ۲۰۰۱ ز- ل کال د سپتامبر د میاشتې د ۱۱ نېټې د تروریستي بریدونو او په ۲۰۰۲ ز- ل کال کې په عراق کې د تروریستي بریدونو وروسته د اشخاصو په تړاو د اړونده سندونو پر خای اعتبار لري.

    ددې سر بیره دغه سند د امریکا د ولسمشر نه غوښتنه کوي، چې د دریو تروریستي ډلو نه «د امریکا د ساتنې په هکله ستراتیژي کانکرس ته وړاندې کړي» په همدې ډول په دې هکله د تر سره شوو کارونو د راپور د وړاندې کولو وښتنه هم په کې شامله ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی