په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې زده کړیالانو د روسیې د پروګرامیستانو د لوړې درجې له امله د امریکایانو د اندیښنو پخلی وکړ

    د روسیې زده کړیالانو د روسیې د پروګرامیستانو د لوړې درجې له امله د امریکایانو د اندیښنو پخلی وکړ

    © Fotolia/ BillionPhotos.com
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    د پیتربورګ د معلوماتي ټکنالوژۍ، د میخانیک او فایبر د پروګرام جوړولو په څانګه کې د انستیتوت زده کړیالانو د پروګرامیستانو د نړیوالې اتلولۍ سیالي ګټلې ده. دا اووم ځل دی، چې په دغو سیلیو کې روسی زده کړیالان اتلولي ګټي.

    په متحده ایالاتو او په نورو هېوادونو کې يو ځل بيا د روسي هاکرانو نه د ويرېدو لامل پیدا شو. د سانکت پیتربورګ د معلوماتي ټکنالوژۍ، د میخانیک او فایبر د پروګرام جوړولو په څانګه کې د انستیتوت د زده کړیالانو ډلې د اووم ځل لپاره د ACM ICPC په نوم تر ټولو معتبرې نړیوالو سیالیو کې اتلولي ګټلې ده.

    د ۱۵۰۰۰ ډلو د جملې نه یوازې ۱۲۸ ډلې او د روسیې نه ۱۳ استازي په سیالیو کې شامل شول. په دغو سیالیو کې ګډونوالو باید په لږ وخت کې ډیرې عملې تر سره کړې وای.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی