په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کې د کریملن د اغیز د مخنیوي په موخه د صندوق د جوړولو وړاندیز شوی

    په امریکا کې د کریملن د اغیز د مخنیوي په موخه د صندوق د جوړولو وړاندیز شوی

    W.Scott
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    14120

    امریکایي سناتور سالیود کارباحال د کانګرس مشرانو جرګې ته د روسیې د فعالیتونو د اغیز د مخنیوي په موخه د صندوق د جوړولو وړاندیز کړی دی.

    د کریملن پر وړاندې د مبارزې په موخه نوموړي د ۱۰۰ ملیونو ډالرو د بیلولو او د سړې جګړې د وختونو د چارو د رغولو، چې له مخې یې، د بهرنیو چارو وزارت باید کانګرس ته د امریکا پر ضد د روسیې د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړي، غوښتنه کړې ده.

    د سناتور د وړاندیز شوی پلان له مخې، چې RISK Act نومیږي، د بهرنیو چارو وزارت باید په پراخه کچه د روسیې د بې مسوولیته فعالیتونو څیړنه وکړي او په هکله یې راپور خپور کړي.

    د کرباحال په اند: د امریکا متحده ایالات باید د روسیې د فعالیتونو د اغیز د مخنیوي په موخه ځکه مبارزه وکړي؛«چې (په امریکا کې- RT) دموکراتیک سیستم ساتنه وشي».

    د کانګرس د غړي په طرحه کې ویل کېږي:«اوسمهال کریملن د امریکا ددموکراتیک سیستم د ضعیفولو، د اروپا او امریکا تر منځ د اړیکو خرابولو، اروپا له دننه نه د جلاکولو، د امریکا د متحدینو د ویرولو او په همدې ډول د ناټو او اروپايي ټولنو د بې اعتبارې په موخه د ډیرو پوځي، سیاسي، اقتصادي، معلوماتي او استخباراتي چارو کار اخلي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی