په ژوندی پڼه خپرونه
    سیمونیان په امریکا کې د کرملین سره د مقابلې لپاره د صندوق جوړولو  په تړاو څرګندونې وکړې

    سیمونیان په امریکا کې د کرملین سره د مقابلې لپاره د صندوق جوړولو په تړاو څرګندونې وکړې

    © Sputnik/ Vladimir Trefilov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1610

    د RT «نن روسیه» ټلویزیون مشرې مارګاریتا سیمونیان د امریکایي سناتور سالیود کارباحال د روسیې د نفوذ د مقابلي لپاره د وړاندیز په تړاو څرګندونې وکړې.

    سیمونیان په خپل ټویټر کې لیکلی: «د امریکا یو بل سناتور د سړې جګړې د وختونو لايحه کانګریس ته وړاندې کړي. د ناروغ د بدن د تودوخې درجه دومره پورته شوی، چې ډېر ژر به زمونږ ترمامیتر مات شی.»

    په امریکا کې زمونږ د محدودولو، منع کولو او مخنیوی لپاره ګن شمیري لايحي وړاندي شوی وي. د بندی کولو وړاندیز شوی ندي، خو زما په نظر دا کار به هم په نږدی راتلونکې کې ترسره شي.

    سیمونیان يادونه وکړه چې وړاندیز شوی لايحه د «۱۹۸۶ کال د وختونو پالیسۍ» ده.

    مخکې راپور ورکړل شوی وو چې امریکایي سناتور سالیود کارباحال کانګریس ته د روسیې د فعالیتونو او د اغیز د مخنیوي په موخه د صندوق د جوړولو وړاندیز کړی وو.

    سياستوال د کرملین د پالیسۍ د مبارزې په موخه د ۱۰۰ ملیونو ډالرو او د سړې جګړې د وختونو د چارو د بیا رغولو غوښتنه کړې ده، چې له مخې یې، د بهرنیو چارو وزارت باید کانګرس ته د امریکا پر وړاندي د روسیې د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړي.

    نوموړی سناتور د RISK Act په نوم لایحه وړاندی کړي، چې پر بنسټ يې د بهرنیو چارو وزارت باید په پراخه کچه د روسیې د بې مسوولیته فعالیتونو څیړنه وکړي او په هکله یې راپور خپور کړي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    سیمونیان د «سپوتنیک» په هکله د پودیستې د خبرو په تړاو څرګندونې وکړې
    دامریکا دسنا په مجلس کې دپوتین او سیمونیان انځور وښودل شو
    مارګاریتې سیمونیان په امریکا کې د RTدجواز د لغوه کولو دغوښتنې په هکله څرګندونې وکړې
    مارګاریتې سیمونیان دبهرنیو استخباراتي ادارو لخوا د RT د خبریالانو دڅارنې په هکله څرګندونې وکړې
    سیمونیان د امریکايي سناتور د وینا په هکله چې د RT دکار دڅېړنې غوښتنه یې کړې ده، څرګندونې کړې دي
    سیمونیان په دې هکله چې لویدیځ ولئ نه شي کولای، RT او Sputnik «دروغجن» ثابت کړي، څرګندونې وکړي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی