په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسيي هوائي – فضائي ځواکونو په سوريه کې د «اسلامي دولت» ۱۲۰ وسله وال کسان وژلي دي

    د روسيي هوائي فضائي ځواکونو په سوريه کې د «اسلامي دولت» ۱۲۰ وسله وال کسان وژلي دي

    © Sputnik/ Ministry of defence of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7810

    د روسيي هوائي ـ فضائي ځواکونو د پنجشنبي په ورځ د می په ۲۵ مه په سوريه کې د «اسلامی دولت» ، ۲۳ عرادې پيکپ موټرونه ، او ددغه سازمان تر ۱۲۰ زيا ت غړي چې د رقه څخه د پالميرا په لار روان و، ،وژلې دي. دامطلب دروسيي د دفاع وزارت ورکړیدي.

    « د مي په ۲۵ د پيکپ دموټرو کاروان چې وسله وال کسان پکې وه او د پالمیرا په لور خوځيدل ، کشف شول او دروسي الوتکو په واسطه له منځه يووړل شول. چې ددغو هوائي بریدونو په نتيجه کې ۲۳ پيک آپ موټر چې لوی ماشيندارونه پکې نصب ول، له منځه تللي او د ۱۲۰تنه څخه زيات ترهګر وژل شوي دي».دامطلب ريانووستي اژانس ددفاع وزارت له قوله ورکړیدي. دغه سرچینه زیاتوي چې پالمیرا ته دوسله والو د تګ ټولې هڅي به سخت وځپل شي. برسيره پردې د هغه په وینا د روسيي بې پيلوټه الوتکې د ترهګرو دلارو څارنه کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی