په ژوندی پڼه خپرونه
    د ترمپ زوم د روسيي سره د اړېکوپه تور تر تحقیق لاندې دي

    د ترمپ زوم د روسيي سره د اړېکوپه تور تر تحقیق لاندې دي

    © AP Photo/ Cliff Owen
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3201

    بهرنۍ سرويس: د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر زوم او لوی سلاکار «جرد کوشنر» له روسيي سره داړېکو په تړاو د امریکا متحده ايالاتو د اف بي آي تر تحقيقاتو لاندې دي.

    د ان بي سي نيوز دخبر سره سم ، د چارواکو په وينا څيړونکې په دې باور دي چې جرد کوشنر د هغو معلوماتو په اړه چې دوی ورته اړتيا لري پخپل واک کې لري پوه شي. داددې معني نه لري چې اف ‌بي آي دی شکمن او يا تورن پيژندلی دي. په عين حال کې د اينديپندنت ور ځپاڼې هم کوشنر د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو په کمپاين کې د روسي داړېکو په قضيه کې د تحقيق کوونکو دپروسي په اړه خبر ور کړی دي.

    په همدي تړاو نيويارک ټايمز ادعا کوي چې د تیرکا ل په دوبي کې امريکائي جاسوسانو داسې اطلاعاتو ته لاسرسي موندلي ده چې ښيئ دروسيي د استخباراتو لوړ پوړې چارواکې پرولسمشر ډونالد ټرمپ دهغه د ځپلوانو له لارې نفو‌ درلود. له بلې خوا، د امریکا د استیناف محکمې د يو نوی حکم په صاددرولو ټينګار وکړ. چې دامريکا متحده ايالاتو دولسمشر امرهيواد ته د مهاجرينو د مخنيوي په اړه مطلق نه دي. د ترمپ د مهاجرت په اړه فرمان دوه ځله د هيواد دقضائي سیستم له خوا وځنډول شو.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د ترمپ زوم د روسيي سره د اړېکوپه تور تر تحقیق لاندې دي
    ولې ترمپ « له روسيي سره داړيکو» په ټړاو د حملو د غبرګون مرکز جوړوي؟
    کرزی د ترمپ په غبرګون، ترهګر نه د مسلمانانو په عبادتځایونو کې دي او نه هم زموږ په ټولنو کې
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی