په ژوندی پڼه خپرونه
    کیم جونګ این د هوايي مدافعې د نوي سیستم د کتلوي تولید د پیل امر رکړی دی

    کیم جونګ این د هوايي مدافعې د نوي سیستم د کتلوي تولید د پیل امر کړی دی

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 27 0 0

    د شمالي کوریا مشر کیم جونګ این د هوايي مدافعې د سیستم د «نوي ډول» په آزمایښتي ویشتلو کی حضور درلود. په دې هکله د کوریا د مرکزي تیلګراف آژانس خبر ورکړی.

    د آژانس د خبر له مخې، د هیواد مشر پوځي رهبري وستایله او زیاته یې کړه چی «د تیر کاله په تله د هدف د کشف، تعقیب او له منځه وړلو امکانات ښه شوي او پرهدف د لګیدو فیصدي زیاته شوې ده».
    هغه همداشان «په اعظمي تعداد» د نوي سیستم د تولیدولو امر ورکړ، داسې، ترڅو «هغه ټول هیواد د ځنګل په شان وپوښي» — ترڅو « د دښمن خیال په هوا کی د هغوی د لاسبری په هکله له منځه یوسي».
    ډزو چی د ملي دفاع د اکاډمی له لوري تنطیم شوې وې، باید د هوايي مدافعې نوی سیستم آزمویلی وای. له هغې جملې په دندو کی د توغنديو او بې پیلوټه الوتکو کشف او له منځه وړل شامل وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی