په ژوندی پڼه خپرونه
    Spanish Eurofighter Typhoon jets

    برتانیا دروسيي الوتکو د مخ نيونې له امله خپلي الوتکې جګې کړي

    © Flickr/ Victor
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 126 0 0

    د برتانیا د شاهي هوائي ځواک دوې Typhoon الوتکې د هغې ادعا له مخې چې روسيي الوتکې ددغه هيواد هوائي حريم ته ننوتلي دي پورته شوي، تر څو د روسيي الوتکو مخه ونيسي. دامطلب Lenta.ru. ورکړی دي.

    د ورځپانې په وينا، پېښه په سکاټلنډ کې رامنځته شوې ده. جنګې الوتکې د لسیموته هوائي اډې څخه پورته شوي دي. تر څو دروسيي ددو الوتکو لاره غوڅه کړي. د روسیې د دفاع وزارت، په خپل وار وايي، چې د می په 27 د اوږد واټن توپولف 22M3 د پلان له مخې د نړيوالو اصولو سره سم، د بارنتزاو د ناروي د بحر د بې طرفه اوبو پر سر الوتني کړي دي، او د نورو هيوادونو پولو ته دنږدې کېدو سرغړونه ئې نه ده کړي. « دلیري واټن د الوتکو پيلوټان د پلان له مخې په منظمه توګه د اطلس د اقيانوس، شمال قطب، توره بحيره ،ارام سمندر د بې طرفه اوبو د پاسه الوتني کوي ». دامطلب د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ورکړی دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی