په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا په آرام سمندر کی دریمه الوتکه وړونکې بیړۍ د شمالي کوریا د مخنیوي په غرض استولې ده

    امریکا په آرام سمندر کی دریمه الوتکه وړونکې بیړۍ د شمالي کوریا د مخنیوي په غرض استولې ده

    © AP Photo/ Fabrizio Bensch/Pool
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 104 0 0

    امریکا په آرام سمندر کی دریمه الوتکه وړونکې بیړۍ د شمالي کوریا د مخنیوي په غرض استولې ده. په دې هکله د «امریکا غږ» کمپنۍ په خپل سایت کی د شنبې په ورځ خبر ورکړی.

    د هغې د معلوماتو له مخې، «د Nimitz الوتکه وړونکې بیړۍ له Carl Vinson او Ronald Reagan الوتکو وړونکو بیړیو سره یوځای شوې ده». خبره د آرام سمندر پر لویدیځه برخه مطرح ده.
    په خبر کی ویل شوي:«په سوله ایز وخت کی په ندرت داسې پیښ شوي چی د امریکا سمندري ځواکونو په یوه وخت کی له واره دری الوتکه وړونکې بیړۍ په دغه سیمه کی ځای پرځای کړې وي».
    دمخه د امریکا سمندري ځواکونو خبر ورکړی وو چی یو ګروپ به د Nimitz الوتکه وړونکې بیړۍ او د Kidd او Shoup جنګي بیړیو په ترکیب له ۲۰۱۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په آرام سمندر کی ځای پرځای شي. هغه به په سیمه کی د جون له لومړی نیتې ځای پرځای کړی شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی