په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: ترامپ نیت لري د امریکا د نفتو نیمايی احتیاطي زیرمې وپلوري

    رسنۍ: ترامپ نیت لري د امریکا د نفتو نیمايی احتیاطي زیرمې وپلوري

    © REUTERS/ Mike Segar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ نیت لري د امریکا د نفتو د ستراتیژیکو احتیاطي زیرمو نیمايی وپلوري. په دې هکله CNN خبر ورکړی.

    د پلورلو د دلیل په توګه د امریکا په خاوره کی د نفتو د راایستلو اوج ته اشاره شوې ده.
    د امریکا د انرژی د وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په زیرمو کی ۶۸۸ میلیونه بیرله نفت موجود دي چی د ۱۴۹ ورځو لپاره کفایت کوي چی دا له ۹۰ ورځیني اصغري حد نه چی د انرژی بین المللی آژانس يې غوښتنه کوي، زیات دي.
    ویل شوي چی د نفتو خرڅلاو به بودجی ته د پام وړ پیسې راوړي. اوس نفت یو بیرل د ۵۰ ډالرو په شاوخوا کی پلورل کیږي، په داسې حال کی چی نفت د یو بیرل په بدل کی د ۲۹،۷۰ ډالرو په بیه زیرمه شوي وو.
    دمخه ترامپ په شیلف کی د نفتو او غاز د راایستلو د پراخولو فرمان صادر کړی وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی