په ژوندی پڼه خپرونه
    د کابل،اسلام آباد او بجینګ درې اړخیزه غونډه

    د کابل،اسلام آباد او بجینګ درې اړخیزه غونډه

    © AP Photo/ B.K. Bangash
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    ددرېیواړو هېوادونو استازو د همکاریو د لا زیاتوالي او ښه والي هوکړه کړې او په دې اړه یې خبرې کړې دي.

    دغه غونډه تېره ورځ د چین په بجینګ ښار کي سوې ده.

    د راپورونو له مخې دغه غونډه د چین د ورېښمو لارې پروژې په اړه وه چي یوهسیمه ییزه او نړیواله سوداګریزه لار بلل کيږي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا د کابل، اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ لومړنۍ درې اړخیزه غونډه دهچي ښايي په راتلونکي کي نورې ورته غونډې هم ددرېواړو هېوادونو ترمنځوسي.

    په دې غونډه کي د چین هېواد استازو ټینګار کړی چي په سیمه کي امنیت اوثبات د درېواړو هېوادونو لپاره اړین دی او کولی سي یادو هېوادونو تهاقتصادي او سوداګریزه پراختیا ورکړي.

    چین د یوه کمربند یوې لارې په مرسته غواړي په سیمه او نړۍ کي دسوداګرۍ یوه اوږده او پراخه لاره جوړه کړي چي پاکستان او افغانستانددغه پروژې لپاره حیاتي ارزښت لري.

    چین پر دغه پروژه ټول ټال ۱۲۴ میلیارده ډالر پانګونه کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی