په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: د بلجیم شاهي کورنۍ د Burger King له ریکلام څخه د سپکاوي احساس کړی

    رسنۍ: د بلجیم شاهي کورنۍ د Burger King له ریکلام څخه د سپکاوي احساس کړی

    © Flickr/ Mike Mozart
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 27 0 0

    د بلجیم شاهي کورنۍ د Burger King د بیړنیو خوړو د شبکې پر ریکلام شدید انتقاد کړی او هغه یې د پاچا فلیپ حیثیت ته سپکاوی بللی. په دې هکله بي بي سي خبر ورکړی.

    لکه چی خبر ورکړی شوی، د Burger King د شبکې په انتیرنیتي ریکلامي اعلان کی چی د جون په پای کی به په دغه هیواد کار پیل کړي، بلجیمیانو ته د پاچا فلیپ او « د بورګرانو د پاچا» — د رستوران د سمبول، ترمنځ د غوره کولو وړاندیز شوی. په عین حال کی، په اعلان کی ویل شوي، که چیرې کاروونکی د بلجیم پاچا غوره کړي، سیستم دوه ځله تدقیقوي چی آیا مشتري پر خپلې ټاکنې باوري دی. «آیا تاسې باور لری؟ ځکه چی هغه به تاسې ته سره شوي کچالو تیار نه کړي».
    بي بي سي د شاهي کورنۍ د استازي ایمانوئیل دي بو اعلامیه داسې نقلوي:«موږ دا بیځایه عمل غندو. ځکه چی هغه تجارتي موخې لري، موږ اجازه نه ورکوو».
    په عین حال کی ویل شوي چی د Burger King کمپنۍ تر اوسه له شاهي کورنی خبرلیک نه دی ترلاسه کړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی