په ژوندی پڼه خپرونه
    د نړۍ د ډیرو زیاتو پیسو د ترلاسه کوونکو فوتبالیستانو لست

    د نړۍ د ډیرو زیاتو پیسو د ترلاسه کوونکو فوتبالیستانو لست

    © Sputnik/ Grigoriy Sysoev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 255 0 0

    د پرتګال د منتخب ټیم او د مادرید «ریال» مهاجم کریشتیانو رونالدو بیا هم د Forbes د مجلې په نظر د نړۍ د ډیرو زیاتو پیسو د ترلاسه کوونکو فوتبالیستانو د اعتباری لست په سر کی ځای نیولی.

    د رونالدو کلنۍ عاید ۹۳ میلیونه ډالره ارزول کیږي چی له هغې جملې ۳۲ کلن فوتبالیست ۵۸ میلیونه ډالره په کلوپ کی ترلاسه کوي. دوهم مقام د «بارسیلونا» ارجنټایني مهاجم لیونیل میسي (۸۰ میلیونه ډالره، ۵۰ میلیونه ډالره — په کلوپ کی) نیولی. په دریم مقام کی د کاتالون د کلوپ برازیلي مهاجم نیمار (۳۷ میلیونه ډالره — ۱۵ میلیونه ډالره په کلوپ کی) قرار لري.
    د لومړیو لسو نامتو فوتبالیستانو په جمله کی د «ریال» فارورد هاریت بییل (۳۴ میلیونه ډالره)، د «مانچیستر یونایتید» مهاجم سلطان ابراهیموویچ (۳۲ میلیونه ډالره)، د «مانچیستر یونایتید» فارورد وین روني (۲۳،۶ میلیونه ډالره)، د «بارسیلونا» مهاجم لوییس سواریس (۲۳،۳ میلیونه ډالره)، د «مانچیستر سیټي» فارورد سیرهیو اګوییرو (۲۲،۶ میلیونه ډالره)، د «ریال» هاف بییک هامیس رادریګیس (۲۱،۹ میلیونه ډالره)، د «مانچیستر یونایتید» هاف بییک پول پوګبا (۲۱،۲ میلیونه ډالره) شامل دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی