په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: قاچاق وړونکو زده کوونکو له هانکانګ څخه چین ته د خوړو په بدل کی تیلفونونه وړل

    رسنۍ: قاچاق وړونکو زده کوونکو له هانکانګ څخه چین ته د خوړو په بدل کی تیلفونونه وړل

    © AFP 2017/ Anthony Wallace
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23 0 0

    د چین په ولسی جمهوریت کی د پولې ساتونکې ادارې مامورانو لس زده کوونکي نیولي چی په خپلو تبراقونو کی یې له هانکانګ څخه قاره یي چین ته د موبایل تیلفونونو د وړلو هڅه کوله. په دې هکله د The South China Morning Post ورځپاڼې لیکلي دي.

    د هوانګان د سرحدې سیمې کارکوونکو د ماشومانو له تیلفونونو ترخولې ډک تبراقونو ته متوجه شول. د پلټنې په نتیجه کی له هغوی ۲۱۰ مختلف ډوله تیلفونونه چی ټوله بیه یې ۱۴۵ زره ډالرو ته رسیده، ترلاسه شول.
    زده کوونکو پوله ساتونکو ته معلومات ورکړل چی هغوی د تیلفونونو په لیږدولو د پیسو د ګټلو هڅه نه کوله. لویانو چی دوی ته یې جنس سپارلی وو، دوی ته د شیریخ د رانیلو یا د فسټ فوډ په رستوران کی د ځوړو د رانیولو وعده ورکړې وه.
    پوله ساتونکو زده کوونکو ته د دوی د عمل غیرقانوني توب توضیح کړ او له ماشومانو څخه یې تیلفونونه ضبط کړل.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی