په ژوندی پڼه خپرونه
    Coal power plants are among the biggest producer of CO2, that is supposed to be responsible for climate change

    رسنۍ : ترمپ نیت کړی د پاريس له تړون څخه ووځي

    © AP Photo/ Martin Meissner
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 108 0 0

    دامریکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ځبلو نږدې همکارانو ته ويلي دي چې د پاریس داقليمي تړون څخه وځي. دامطلب د Axios ويب پاڼې د يوې خبري سرچېنې له قوله ورکړی دي.

    د G7 سرمشريزه په تائورمینا کې جوړه شوي وه ، په دغه غونډه کې د غونډې برخه وال د نورو مسئلو تر څنګ د اقليمي بدلون سره د مبارزي پر يوالي هوکړي ته ورسيدل. خو د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د امريکا متحده ايالاتو د دريځ له امله چې د پاريس داقلیمي تړون د تصويب څخه وځي د غونډې برخه والو خپله ماتي ومنله. ترمپ پخپل توييتر پانه کې لیکلي دي چې د اقليم په اړه به په راتلونکې اونۍ کې پرېکړه کوي. مخکې ټرمپ د سند په اړه ويلي وه چې داد هيواد ملي ګټو ته ځواب نه شي ويلای. تر اوسه پورې، د متحده ایاالتو ادارې په دغه تړون کې د هېواد د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړی. د پاريس اقليمي تړون ـ د نړۍ اقليمي تړون د لومړۍ ځل دپاره د ۲۰۱۵ کال په د سمبرکې د ۱۹۴ هېوادونو له خوا لاسلیک شوه. دغه طرح د خمکې د ګرمولو مخنيوي تعريفوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی