په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د یوځايي اور سیستمونه تاجکستان ته استول شوي دي

    د روسیې د یوځايي اور سیستمونه تاجکستان ته استول شوي دي

    © Sputnik/ Vitaliy Ankov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 213 0 0

    په تاجکستان کی د روسیې پوځي اډه د «اوراګان» د یوځايي اور د توغندیزو سیستمونو په دیویزیون تقویه شوې ده. په دې هکله د مرکزي پوځی حوزې د ځواکونو قوماندان ډګرجنرال ولادیمیر زارودنیڅکي خبر ورکړ.

    قوماندان وویل:« ۲۰۱ نمبر پوځي اډه د لوی قدرت د دیویزیون په تشکلیدو تقویه شوې ده چی د هغو په ترکیب کی د «اوراګان»د یوځايي اور ریاکتیوي سیستمونو شامل دي».
    د جنرال په قول، په عین حال کی د قطعاتو شمیر د بین المللی موافقې په چوکاټ کی ثابت پاتیږي.
    د یوځايي اور «اوراګان» ۲۲۰ ملی متري توغندیزو سیستمونو د ۳۵ کیلومترو په واټن کی په پیچلو غرنیو شرایطو کی هدفونه له منځه وړلی شي، د هغوی خصوصیت د مانور لوړ قابلیت او چټک استقرار دی.
    د روسیې ۲۰۱ نمبر پوځي اډه — په بهر کی د روسیې ډیره ستره اډه ده چی د دوشنبې او قورغان تپې په ښارونه کی ځای پرځای شوې ده. د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په میاشت کی د لاسلیک شوې موافقې سره سم به قطعات په تاجکستان کی تر ۲۰۴۲ کاله پاته وي.
    د روسیې د ستراتیژیکو څیړنو د انستیتوت د مرکزي آسیا د برخې د آمر دمیتري الکساندروف په نظر، د ۲۰۱ نمبر پوځي اډې د اور د قدرت تقویه له تاجکستان سره په ګاونډي افغانستان کی له پیچلې وضعې سره تړلې ده.
    دمیتري الکساندروف د Sputnik رادیو سره په مرکه کی وویل:« فکر کوم چی د دغې وسلې ځای پر ځای کول د ټولو ورانکارو ځواکونو لپاره چی په نظري توګه د افغانستان له لوري برید کولۍ شي، خبرداری شمیرل کیږي. تر اوسه بحراني وضعه نه شته، خو فکر کوم چی د ۲۰۱ نمبر پوځي اډې د اور د قدرت تقویه د ممکنو ګواښونو له دفع کولو سره تړاو لري. داسې مخنیوینکي اقدامونه — لکه د پولې پیاوړي کول افراطي ډلو ته سیګنال دی».
    د نوموړي په خبره، روسیه او د ډله ایز امنیت په سازمان کی د هغو انډیوالان د ګواښونو د دفع کولو لپاره کافي امکانات لري.
    کارپوه وویل:«غواړم دا خبره یاده کړم چی د مرکزي آسیا په سیمه کی په کانت کی د روسیې هوايي اډه موجوده ده چی هغه هم د ډله ایز امنیت د سازمان د امنیت د تامینولو د سیستم جز ده او د اړتیا په صورت کی له هغو کار اخیستل کیدای شي. دا سناریوګانې د مختلفو ګډو تطبیقاتو په وخت کی ډیر ځله آزمویل شوې دي. له همدې کبله اټکلوم چی په دې سیمه کی د مختلفو ګواښونو د دفع کولو په برخه کی روسیه او د ډله ایز امنیت په سازمان کی د هغې متحدین کافي امکانات لري».

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی