په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا هند ته د وریښمو د خپلې لارې د غزولو چانس ورکولۍ شي

    امریکا هند ته د وریښمو د خپلې لارې د غزولو چانس ورکولۍ شي

    © Photo/ Ttarasiuk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 293 0 0

    هند کولی شي د وریښمو د نوې لارې په امریکايي پروژو او د هند - آرام سمندر په اقتصادي دهلیز کی مهم رول ولوبوي. په دې هکله د PTI هندی آژانس خبر ورکړی.

    آژانس معلومات ورکړي چی د امریکا کانګرس ته د بهرنیو چارو د وزارت د ۲۰۱۸ مالي کال د بودجې مسوده وړاندې شوې چی د دې موخو لپاره د پیسو بیلول اټکلوي.
    دا پروژې لادمخه په ۲۰۱۱ کال کی د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزیرې هیلاري کلینتن له خوا وړاندې شوې وې، خو په جنوبي او جنوب — ختیځه آسیا، مرکزي آسیا، په منځني ختیځ او نژدې ختیځ کی یې ملاتړ نه وو ترلاسه کړی. د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د نووښتونو ملاتړ وکړ، خو له امریکا سره د همکاری واقعي ډګر ایجاد نه شو.
    اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي آسیا په هکله د بیرو د جوړولو او د وریښمو د نوې لارې او همدارنګه د هند — آرام سمندر د اقتصادي دهلیز څخه د ملاتړ په غرض د مالي تمویل غوښتنه کوي. هغه باید جنوب — ختیځه او جنوبي آسیا سره ونښلوي. د بهرنیو چارو وزارت د پروژو د انکشاف په خاطر د سیمې د هیوادونو د منابعو، نورو ذیعلاقه مرسته کوونکو هیوادونو، د انکشافي بانکونو او په قسمي توګه د تشبثاتو جلبول اټکلوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه څرګندوي چی نیت لري له دواړو یادوشوو پروژو د امریکا د «نرم ځواک» په وسیله ملاتړ پیاوړی کړي. مقصد د عامه دیپلوماسی پراخ مقیاسه پروګرامونه دي.
    د سپوتنیک له خوا پوښتل شوو کارپوهانو دغه ټکي ته پاملرنه راوګرزوله چی د امریکا نوې اداره نیت لري د هیلاري کلینتن چی د جمهوري ریاست په ټاکنو کی د دونالد ترامپ سیاله وه، پروژه احیا کړي. د هغې سیاسي نووښت چی په سیمه کی له چین سره د مقابلې په موخه سنجول شوی، پنځه کاله پخوا په لومړي ځل کار ورنه کړ. اوس، داسې ښکاری چی امریکا هغې ته په داسې وخت کی بیرته راګرزي، کله چی چین په فعاله توګه د وریښمو د ځمکنۍ او سمندري لارې د پلي کولو چارې پرمخ وړي.
    د روسیې د علومو د اکاډمی د ختیځ پیژندنې د انستیتوت کارپوهه تاتیانا شاومیان عقیده لری:«دا ټول د چین د مخنیوي په غرض تر سره کیږي».
    تاتیانا شاومیان وایی:«چین د وریښمو د لارې د غزولو لپاره پراخ فعالت پیل کړی دی. هند په پیکن کی د «یوې لړی، یوې لارې» په وروستي بین المللی غونډه کی له برخې اخیستو ډه ډه وکړه. داسې ښکاری چی هغه به خپل اقدامونه تر سره کړي، ځکه چی په دغه ډول پروژو کی له جیوپولیتیکي نظره ګوښه نه شي پاته کیدای. زه دا خبره له امکانه لیرې نه بولم چی هند غواړي د امریکا له نووښت نه ګټه واخلي او په هغه کی ګډون وکړي. په آسیا کی د وریښمو د لارې مفکوره اصلاً د هند له ګډون پرته ممکنه نه ده. او که چیرې امریکا اوس د کوم نووښت څرګندولو ته واقعاً تیاره وي، نو د هغه موخه به دا وي، ترڅو له هند نه ملاتړ وکړي او د چین مخه ونیسي. امریکایان هم هڅه کوي د هند له فکتور نه ګټه واخلي. هند په سیاسي دلایلو نه غوښتل په داسې غونډه کی برخه واخلي چی د چین له لوري تنظیم شوې وه. فکر کوم چی هغه به په ورته مراسمو کی چی د امریکا له لوري یې ملاتړ کیږي، برخه واخلي. چین د لارو، هوايي ډګرونو د جوړولو او د نورو اقتصادي شبکو د ایجادولو لپاره له خپلو ډیرو لویو امکاناتو کار اخلي. په آسیا کی د هغه د نفوذ قوت زیاتیږي او امریکا له دغه کار سره په کوم خپل څه د مقابلې هڅه کوي، ترڅو له چین څخه وروسته پاته نه شي».
    د چین د ولسي پوهنتون د مالي څیړنو د مرکز کارپوه «لیو این» باور لري چی ورته پروژې ته د تازه نفس ورکولو په هکله د امریکا پر هیله د چین د وریښمو د لارې د نظریې اغیزه له ورایه څرګندیږي.
    چیني کارپوه وویل:«امریکایانو دې اقدام ته په پیکن کی د «یوې لړی، یوې لارې» د غونډې تر اغیزې لاندې لاس اچولی. غونډې وښوده چی دغه پروژه همدا اوس په بین المللی سطحه پیژندل شوې ده. له بلې خوا، فکر کوم چی په دغه لوري کی د هغوی فعالیت په آسیا کی د خپل اعتبار څخه له دفاع کولو سره تړلی دی. خو امریکايي او چینایي پروژې یو د بل سیالې نه دي، سربیره پردې، په دغه ډګر کی تماسونه او همکاري ممکنه دي. د پیکن په غونډه کی د امریکا استازو حضور درلود چی د بحثونو په ټول ډګرونو کی په بشپړ بري تمام شو. سربیره پر دې جمهور رییس دونالد ترامپ په هیواد کی د اقتصادي شبکې د جوړولو له پراخ پروګرام څخه ملاتړ وکړ. د اقتصادي شبکي د جوړولو ټینګیدل او په مرکزي آسیا، لویدیځه آسیا او جنوبي آسیا کی د ترانسپورت او مواصلاتو متقابل تړاو، د اقتصادي شبکې په جوړولو کی د چین او امریکا د همکاری ټینګښت، د «یوې لړی، یوې لارې» په چوکاټ کی د تماسونو او همکاری ټینګیدل نه یوازې د چین او امریکا له ګټو، بلکی له سیمه ایزو اقتصادونو او په نړیوال مقیاس د نعمتونو له ایجادول سره مرسته کوي».

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی