په ژوندی پڼه خپرونه
    د مانچستر په چاودنه کې د نیول شوو کسانو په منځ کې د کيميا- محصل هم شته

    د مانچستر په چاودنه کې د نیول شوو کسانو په منځ کې د کيميا- محصل هم شته

    © REUTERS/ Jon Super
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 119 0 0

    برتانوي ورځپاڼه «ډیلي مايل» خبر ورکوي چې د مانچستر په چاودنه کې د نیول شو کسانو په منځ کې د کیميا ۲۲ کلن زده کوونکي هم شامل دي.

    د ورځپاڼې په وينا د هغه نوم محمد ويرفالي دي او ۲۲ کلن دي. دغه ځوان هلک دشنبي په سهار څو ساعته مخکې له هغې ونیول شو چې د برتانیا صدراعظمي تیرزا می له «سخت» څخه تر «جدي » ترهګرۍ ګواښ کچه راښکته کړه. له نوموړي سره دده ۲۲ کلن ورور یحيي هم نیول شوی دي. پوليسو د ځوانانو ډتولنيزو شبکو د اړېکو يو تحليل تر سره کړ. چې په پائیله کې وموندل شول چې يحيي د هاشم سر په فيسبوک کې ملګری دي. هاشم- د سلمان عابدي په نوم ورور لري چې د می په ۲۲ د مانچستر په چاودنه کې ئي لاس درلود. محمد په کيمياوي انجنيري کې زده کړه کوله. د ويرفالي کورنۍ د ليبيا د بنغازي څخه انګلستان ته مهاجر شوي خو دواړه نیول شوي کسان په انګلستان کې زيږيدلي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی