په ژوندی پڼه خپرونه
    د WannaCry ویروس پټ نوم په چینايي ژبه لیکل شوی وو

    د WannaCry ویروس پټ نوم په چینايي ژبه لیکل شوی وو

    © Fotolia/ Artur Marciniec
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 80 0 0

    د کارپوهانو د څیړنو د پایلو له مخې، کېدای شي، چې د WannaCry ویروس جوړونکي د چین د جنوبي سیمو، د جنوبي کوریا، هانګانګ، تایوان او یا هم د سینګاپور اوسېدونکي وي.

    د Flashpoint په نوم امریکایي شرکت ددغه ویروس د ژبې په تړاو څېړنې تر سره کړي، له مخې یې څرګنده شوه، چې د ویروس جوړونکي د چین د جنوبي سیمې  په ژبه خبرې کوي. دغې پایلې ته وروسته له هغې راغلي، چې په پټ نوم کې داسې کلیمه کارول شوې، چې د جنوبي چین د سیمو خلک او په همدې ډول د هانګانګ، تایوان او د سینګاپور اوسېدونکي یې کاروي.

    له دې مخکې د Symantec په نوم د امریکا د ویروس ضد شرکت ویلي وو، چې کېدای شي، ددغه ویروس په جوړولو کې د شمالي کوریا هاکران لاس ولري.

    له دې مخکې خبر ورکړ شوی وو، چې د مای د میاشتې په ۱۲ نېټه نا پېژندل شوو هاکرانو د WannaCry په نوم د ویروس پرمټ پر هغو سولګرو چې د Windows پروګرام پر بنسټ فعالیت کوي، برید کړی دی. په ۷۴ هیوادونو کې ټول ۴۵ زره بریدونه، چې تر ټولو ډیر د بریدونو هڅې بیا په روسیه کې تر سره شوي دي. د ویروس جوړونکي هاکرانو د هغه د له منځه وړلو په موخه د Bitcoin د cryptocurrency له لارې د ۶۰۰ ډالرو غوښتنه کوله.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی