په ژوندی پڼه خپرونه
    هند فضا ته د الوتنې په موخه د توغندي آزموینه کوي

    هند فضا ته د الوتنې په موخه د توغندي آزموینه کوي

    © REUTERS/ Stringer
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 154 0 0

    د هند د فضایي چارو څیړنیزه ټولنه په پام کې لري په ۲۰۱۷ ز- ل کال کې فضا ته د الوتنې په موخه د GSLV MK-III (LVM3 — Launch Vehicle Mark-3) توغندي آزموینه وکړي. په دې هکله خبر د NDTV ټلویزیوني کانال ورکړی دی.

    د ویلو وړ ده، چې د GSLV MK-III ډوله توغندی او نور اړونده ټول تخنیک په بشپړه توګه د هندي تخنالوژۍ پر مټ جوړ شوي دي. دغه د منخنۍ کچې توغندی کولای شي، تیټ مدار ته اته ټنه بار ولېږدوي.

    په راتلونکې کې په پام کې ده، چې د GSLV MK-III توغندی به د ملي فضایي چارو په پروګرامونو کې شامل شي، په دې صورت کې به هند د شوروي اتحاد، د امریکا او چین وروسته په نړۍ کې څلورم هیواد شي، چې کولای شي، په خپلواکه توګه فضا ته انسان  واستوي. په دې هیواد کې دا هم له پامه نه غورځوي، چې لومړنۍ هوابازه به یوه ښځه وي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی