په ژوندی پڼه خپرونه
    امريکا به پر هغو بهرنيانو بنديزونه ولګوي چې د (إل جي بي تي) حقونه نقضوي همجنسبازان تر مسلمانانو مهم دي – په ملګرو ملتونو کې خو همداسې ګڼي

    امريکا به پر هغو بهرنيانو بنديزونه ولګوي چې د (إل جي بي تي) حقونه نقضوي

    © AP Photo/ Michel Euler © AFP 2017/ Sergei Supinsky
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    دامریکا کانګرس وړانديز کوي چې پر هغو بهرنیانو بنديز ولګوي چې د نارينه او ښځو همجنسبازانود حقوقو سره مخالفت لري. دغه مسوده د امريکا د دموکرات ګوند غړي (همجنسباز) ډيويد چيچلين وړاندې کړي ده.

    ددغه نوښت سر سم هرهغه څوک چې واشنګټن ئي د (إل جي بي تي) د حقونو پر سرغړونه تورنوي امريکا ته بايد دراتګ ويزه ورنه کړل شي او يا دهيواد څخه وېستل شي.په دغه مسوده کې روسيي او قرغزستان ته اشاره شوي ، چې د جنسي اقليتونو د حقوقو څخه سر غړونه کيږي. او دسعودي عربستان څخه هيڅ نوم نه دی اخستل شوی ، چيري چې ددغو جنسي لږکيو پر ضد حتي د اعدام سزا اورول کیږي. ددغو کسانو دپاره لاندې تدابیر په پام کې نيول شوي دي« متحده ايالاتو ته د ننوتلواو استوګني بنديز، الف- دویزي بنديز او د ننوتلو رد، ب ـ دموجوده ويزي فسخ کول او له هيواد شړل» ـ دغه تدابیر هغو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي. چې د همجنسبازانو د حقونو څخه سرغړونه وکړي. د هغو هېوادونو په منځ کې چې د جنسي اقليتونو د حقوقو څخه سرغړونه کوي: په سند کې نایجریا، روسیه، يوګنډا او د قرغزستان هيوادونه شامل دي. او بنديزونه به دامريکا د قانون له مخې ولسمشر ټاکي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی