په ژوندی پڼه خپرونه
    د انګلستان د امنیتي چارو ادارهMI5  د سلمان عابدي په هکله د معلوماتو له پامه غورځولو په تړاو څېړنې کوي

    د انګلستان د امنیتي چارو اداره MI5 د سلمان عابدي په هکله د معلوماتو له پامه غورځولو په تړاو څېړنې کوي

    © Flickr/ ashabot
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 60 0 0

    د انګلستان د امنیتي چارو ادارهMI5 په پام کې لري، په دې هکله چې په مانچستر کې د تروریست، د سلمان عابدي په هکله د شاهدانو معلومات ولې له پامه غورځول شوي وو، د ادارې په دننه کې دوه څېړنې تر سره کړي.

    د بي بي سي د معلوماتو له مخې، د سلمان عابدي دوه ملګرو له دې کبله چې هغه څو ځلې افراطي ډوله څرګندونې کړې وې، د پوليسو غوښتي وو، چې هغه ته خپله پاملرنه راوګرځوي، خو هغه ته پاملرنه اړول شوې نه وه.

    د یادونې وړ ده، چې د مای د میاشتې په ۲۲ نېټه د انګلستان په مانچستر کې د کنسرت پر مهال ډیره زوروره چاودنه شوې وه، ددغې چاودنې په پایله کې ۲۲ تنه چې اووه تنه ماشومان هم په کې شامل وو، وژل شوي وو. ۶۶ تنه ټپیان لا تر اوسه هم په روغتونو کې بستر دي.

    دغه چاودنه د انګلستان تبعې سلمان عابدي چې په لیبیا کې زیږېدلی وو، تر سره کړې ده. په دې تړاو د څېړنو په اوږدو کې ۱۶ تنه نیول شوي خو یوه ښځه او ۱۶ کلن هلک بیرته ازاد شوي دی. اوس په دې تړاو ۱۴ تنه بندیان دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی