په ژوندی پڼه خپرونه
    تاجکستان

    دوشنبي د تاجکستان دپولې سره د افغان وسله والو د ډيرېدو له امله انديښنه لري

    © Sputnik/ Valery Yarmolehko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 29 0 0

    تاجکستان ته اصلي ګواښ له افغانستان متوجه دي د امطلب د تاجکستان د ملي امنيت دکميټي د سرحدي ځواکونو قوماندان رجب علي رحمان علي څرګند کړ.

    ده يادونه وکړه چې د تاجکستان دپولې په اوږدو کې د افغانستان په سرحدي ولايتونو کې د نړيوال ترورستي سازمانونو تمرکز ددوی دانديښني وړ دي. چې په دغو ترهګرو ډلو کې د پخواني شوروي اتحاد د همګټو خپلواکو هيوادونو وګړي هم شامل دي. «د افغانستان داسلامي جمهوريت د حکومتي ځواکونو، او طالبانو، «اسلامي دولت» ، «دترکستان اسلامي غورځنګ» ، «جماعت انصارالله»، « دختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ»، « القاعده»او نورو ډلو ترمنځ د مقابلي په تړاو ددغه ګاونډي هيواد وضعه پيچلي کړي او وړاندوېنه ئي ستونزمنه ده. چې داټول زموږ دانديښنې وړ دي او زموږ په سرحدي حالت اغيز کوي. چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سيمې ته اصلي ګواښونه رامنځته کوي. — چې داد نشه يي توکو د خرڅلاو، د نشه ئي توکو د قاچاق،د زياتوالي سبب ګرځي. چې په افغانستان کې د ترهګرو دپاره د عايد اصلي سرچېنه ده».- دامطلب رحمان علي څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی