په ژوندی پڼه خپرونه
    د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند او د پاکستان د منلو سره به د تروریزم پر ضد مبارزه پیاوړې شي

    د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند او د پاکستان د منلو سره به د تروریزم پر ضد مبارزه پیاوړې شي

    © Sputnik/ Host photo agency/Evgeny Biyatov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 99 0 0

    د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند او د پاکستان د غړیتوب سره به د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه پیاوړې شي. په دې هکله څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایګر مارګولوف کړې دي.

    له دې مخکې د شانګهای د همکارۍ ټولنې عمومي منشي راشید علیموف «ریا نووستي» خبري آژانس ته ویلي وو؛ چې هند او پاکستان به د جون په میاشت کې ددغې ټولنې په غونډه کې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.

    مارګالوف د «روسیه» او «چین» ددریم  نړیوال کنفرانس په اوږدو کې وویل:«دغه غونډه به بې له مبالغې یوه تاریخي غونډه وي. تمه ده چې د دې ټولنې په دغې غونډه کې به د هند او پاکستان د بشپړ غړیتوب په تړاو پریکړه ونیوله شي. ددغو سیمیزو لوبغاړو غړیتوب سره به بې له شکه د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه او په همدې ټول په سوداګریزو او اقتصادي چارو کې همکارۍ پیاوړې شي. د دوه اړخیزو اړیکو نوې کچې په لور».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی