په ژوندی پڼه خپرونه
    د استراليا پارلمان ودانۍ

    استرالیا ۳۰ نور سرتېري افغانستان رالېږي

    © The Parliament of Australia's website
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 14 0 0

    د اسټراليا حکومت اعلان کړى چې هېواد به يې افغانستان ته ٣٠ نور سرتېري ولېږي چې له دې سره به په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو شمېر ٣٠٠ ته ورسېږي.

    اسټراليا د ناټو او امريکا له غوښتنې سره سم افغانستان ته د ٣٠ نورو سرتېرو د لېږلو اعلان کړى دى.

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې له اسټراليا غوښتي وو چې افغانستان ته بايد د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نور سرتېري ولېږي، همدا ډول يوه غوښتنه د ناټو سازمان هم کړې وه.

    د اسټراليا د دفاع وزيرې ماريس پيني رسنيو ته ويلي، چې سرتېري به يې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې چارې ترسره کوي او د ناټو له نورو همکارو سرتېرو سره به په ګډه د افغانستان د امنيتي سکتور په اوږدمهاله پياوړتيا او مشورې ورکولو کې رول لوبوي.

    هغې د ناټو له نورو هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت د اوږدمهال ملاتړ چاره پراخه کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی