په ژوندی پڼه خپرونه
    د «آزادۍ راډيو» ۱۴ میلیونه ډالره چیرته لګولي؟

    د «آزادۍ راډيو» ۱۴ میلیونه ډالره چیرته لګولي؟

    © Photo/ Krokodyl
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 194 0 0

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عمومی پلټونکی، چې د بهرنیو خپرونو د مدیره هیئت د جوړښتونو د څیړیني مسوولیت هم په غاړه لری، د «آزادۍ راډيو» د فعالیوتونو او د پخوانې شوروي په هیوادونو کې د «روسیې د پروپاګند» سره د مقابلې په موخه د تګلارې د پلي کیدو په تړاو راپور خپور کړي.

    د راپور په هغه برخه کې، چې د «روسیې پروپاګند» ته ځانګړی شوی، د لومړي ځل لپاره په ښکاره توګه لیکل شوي چې «اوس مهال» ټلویزیوني چینل د پروپاګند په موخه جوړشوي او د «آزادۍ راډيو» بودجه د دغو موخو لپاره له ۹۳ میلیونو ډالرو څخه  تر ۱۰۸ میلیونو ډالرو پوری زیاته شوي.

    سربیره پر دې، د راپور له مخې، د ۱۴ ميليونو ډالرو په ارزښت ۱۱ قراردادونه موندل شوی، چې د بهرنیو خپرونو د مشرتابه د شورا (د امریکا حکومتي اداره) د تصويب او کتني نه پرته لاسلیک شوی.

    په کییف کې د «آزادۍ راډيو» په دفتر کې سپین چکونو چې د مالي مسوول لخوا لاسلیک شوي، موندل شوي دي.

    همدارنګه د کارکوونکو په هکله د څیړنو په پروسه کې جدي ستونزې ثبت شوی — د «آزادۍ راډيو» ددې وړتیا نلری، چې نه یوازی د کارکوونکو بلکې د قراردادیانو په هکله څیړني ترسره کړی. ددي ستونزی لامل د بودجي او د کارکوونکو کموالي بلل شوی.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عمومی پلټونکی د څیړنو پایلي ددي ښکارندوي دي، چې د هیواد حکومتي رسنۍ د مالي دسپلين د جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. 

    اړیکه ټینګوونکی:

    امریکا هند ته د وریښمو د خپلې لارې د غزولو چانس ورکولۍ شي
    په امریکا کی یې د ایلویس پریسلي شخصي الوتکه په ۴۳۰ زره ډالره پلورلې ده
    رسنۍ: ترامپ نیت لري د امریکا د نفتو نیمايی احتیاطي زیرمې وپلوري
    امریکا په آرام سمندر کی دریمه الوتکه وړونکې بیړۍ د شمالي کوریا د مخنیوي په غرض استولې ده
    د امریکا په مترو کې د مسلمانو ښځو په وړاندي سپکاوی
    د واشنګټن اصلي دښمن: امریکا کوم هیوادونه ګواښ ګڼي
    امریکا به د شمالی کوریا د غښتلي اټومي ځواکونو لخوا د چټک مرګ سره مخامخ شي
    سیمونیان په امریکا کې د کرملین سره د مقابلې لپاره د صندوق جوړولو په تړاو څرګندونې وکړې
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی