په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین د دریو هغو مشرانو په جمله کې دی، چې د کډوالو ستونزه حل کولای شي

    پوتین د دریو هغو مشرانو په جمله کې دی، چې د کډوالو ستونزه حل کولای شي

    © Sputnik/ Алексеј Никољски
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 160 0 0

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نړیواله کچه د دریو هغو مشرانو په جمله کې دی، چې د کډوالو ستونزه حل کولای شي په دې هکله معلومات د «اورورې» په نامه د بشري طرحې لیکوالانو په دې تړاو د څیړنو د پایلو له مخې خپاره کړي دي.

    په دې تړاو ټول پوښتنه چې په فرانسه، جرمني، انګلستان، امریکا، ارجینټاین، ارمنستان، ایران، جاپان، کینیا، لبنان، روسیه او ترکیه کې د ۲۰۱۷ ز- ل کال د فبروري د میاشتې د ۲۱ نېټې نه د مارچ د میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې تر سره شوې، ۶،۴ زره کسانو په کې خپل اندونه څرګند کړي دي. په دې ټولپوښتنه کې ګډونوالو د څو وریانتونو د غوراوي ښونتیا درلوده. د ټولپوښتنې د پایلو له ، ۳۳ سلنه پوښتل شوي په دې اند دي، چې د کډوالو ستونزه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولای شي حل کړي، ۳۱ سلنه په دې باور دي، چې دغه ستونزه د جرمني مشره انګیلا مرکل حل کولای شي، ۲۴ سلنه پوښتل شوو ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کولای شي، د کډوالو ستونزه حل کړي. په ورته وخت کې، د روسیې ۷۴ سلنه پوښتل شوو، ۴۸ سلنه ارمنیانو او ۴۴ سلنه امریکایانو باور څرګند کړی، چې دوی د سوریې د کډوالو په ژوند د پام وړ اغیز درلودلای نه شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی