په ژوندی پڼه خپرونه
    روسي بې پیلوټه الوتکې د تاجکستان او افغانستان په پوله کی

    روسي بې پیلوټه الوتکې د تاجکستان او افغانستان په پوله کی

    © Photo/ Press service of the concern Kalashnikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 291 0 0

    روسیه به د تاجکستان – افغانستان په پوله کی پراوضاع د بې پیلوټه الوتکو په مرسته څارنه کوي. په تاجکستان کی د روسیې د پوځي اډې په چوکاټ کی د بې پیلوټه الوتکو کنډک جوړیږي. په دې هکله په دوشنبې کی زموږ د خبریال علیم فصح الدینوف رپوټ ته ستاسې پام راګرزوو.

    په تاجکستان کی به د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې په ترکیب کی د بې پیلوټه الوتکو کنډک د کال ترپایه جوړ شي. په دې هکله يې په مرکزي پوځي حوزه کی خبر ورکړ. د روسي پوځیانو په واک کی به د «اورلان» او «ایلیرون» نوي کومپلکسونه ورکړی شي. دا ګوزاریزې الوتکې نه دي. تحلیلوونکي وايی چی دا بې پیلوټه الوتکې پراوضاع د څارنې لپاره په پام کی نیول شوې. د روسیې د ستراتیژیکو څیړنو د انستیتوت کارپوه دمیتري پاپوپ زموږ رادیو ته داسې معلومات ورکړل.
    « له بې پیلوټه الوتکو څخه به د کشف په غرض ګټه واخیستله شي. هلته داسې بې پیلوټه الوتکې شته چی د تصویرونو د مخابرې یا د دې لپاره په پام کی نیول شوې، ترڅو د تروریستي ضد عملیاتو د ترسره کولو په وخت کی سیګنالونه خنثې کړي. دا کار د روسیې د۲۰۱مې اډې د امنیت سطحه لوړوي او دا به په عمومي توګه د تاجکستان پر امنیت مثبته اغیزه وکړي، ځکه چی له غیرقانوني وسله والو ډلو سره په مبارزه کی به له نوو وسایلو کار واخیستل شي او دا کار به د تاجکستان له وسله والو ځواکونو او د هغه د استخباراتي ادارو سره به مرسته وکړي».
    له بې پیلوټه الوتکو څخه به روسي پوځیان د پنج د سیند په سیمه کی پراوضاع د څارنې لپاره کار واخلي. د تاجکستان — افغانستان پوله — د ډله ایز امنیت د سازمان د جنوبي سرحد ترټولو کړکیچنه برخه شمیرل کیږي. د افغانستان په شمال کی د طالبانو د غورځنګ او د کابل له واکه وتلې نورې وسله والې ډلې راغونډې شوې دي. د پوځیانو د معلوماتو له مخې د هغوی په منځ کی د پخواني شوروي جمهوریتونو اوسیدونکي هم شته. د پنج د سیند په افغاني غاړه کی اوضاع په چټکی ویجاړیږي. د دوشنبې تحلیلوونکی الهام نارزییف وايی چی داسې وضعه هم د تاجکستان د پوځیانو چی دغه پوله ساتي او هم د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د پوځیانو د توجه غوښتنه کوي.
    الهام نارزییف وایي:«له دې بې پیلوټه الوتکو څخه یوازې د هوایي کشف لپاره کار اخیستل کیدای شي. له افغانستان سره په پوله کی د اوسنی سختې شوې وضعې، په هغه ځای کی د وسله والو ډلو، له هغې جملې د منځنی آسیا او روسیې د اوسیدونکو په ګډون، د فعالیدو په شرایطو کی، دا بې پیلوټه الوتکې په موقع راپیدا کیږي. په تیره بیا کله چی په افغانستان کی د امریکا او د هغوی د ناتو موجود متحدین او همدارنګه د هغوی افغان همکاران، په خاصه توګه له خپلو تاجکو او روسي همکارانو سره د افراطي ډلو په هکله معلومات نه شریکوي».
    کارپوهان باور لري چی نن ورځ د روسیې د ۲۰۱مه پوځي اډه په بهر کی د روسیې ترټولو ستره پوځی قطعه شمیرل کیږي. په افغانستان کی د کړکیچنې وضعې په پام کی نیولو سره، روسي سرتیري د ډله ایز امنیت د سازمان د جنوبي سرحدي سیمو د امنیت د باثباته تامینولو پوره توان لري. د ختیخ پیژندونکي الهام نارزییف په نظر، په تاجکستان کی د روسیې په پوځي اډه کی د بې پیلوټه الوتکو پیداکیدل د قطعاتو توان لانورهم پیاوړی کوي.
    کارپوه وايي:«هغه څه چی په تاجکستان کی د روسیې د پوځي اډې په رول اړه مومي، نو هغه په واقعیت کی په سیمه کی د ثبات ضامنه شمیرل کیږي. که چیرې له هغو وسله والو ډلو سره چی د افغانستان په سرحدي سیمو کی ځای پرځای کیږي، تاجک پوځیان په مستقله توګه مقابله کولی شي، نو د پراخ مقیاسه تیري په شرایطو کی به په تاجکستان کی د روسیې د پوځي اډې مرسته ضروري وي».
    په تاجکستان کی د روسیې پوځيانو لومړی بې پیلوټه الوتکې دری کاله پخوا ترلاسه کړې وې. هغه وخت پوځی اډې د «زاستاوه»، «فورپست»، «ګرنت» او «لییر» بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړې وې. د پامیر د غرو په لمنو کی آزمایښتونو د دغو الوتکو لوړ کیفیت وښود. دا ډیره مهمه نتیجه وه، ځکه چی په غرونو کی شرایط د هوارو سیمو په نسبت توپیر لري. هلته د هوا پورته کیدونکي او مخ په ځوړ جریانونه بیخي بل ډول دي. د روسیې بې پیلوټه الوتکو ټولې ټاکل شوې دندې په بشپړه توګه تر سره کړې وې. په راتلونکې اونۍ کی به له بې پیلوټه الوتکې په تاجکستان کی د خپلواکو دولتونو د ټولني د تروریستي ضد مرکز تر څارنې لاندې د تطبیقاتو په بهیر کی کار واخیستل شي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی