په ژوندی پڼه خپرونه
    کیم چین نام د مړینې مخکې د امریکا د استخباراتي چارواکي سره کتلي وو

    د کیم جونگ نم د قتل شکمن کس د مرګ د سزا سره مخامخ دي

    © AFP 2017/ Toshifumi Kitamura
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 47 0 0

    د کيم جونګ نم د قتل قضيه د ماليزيا ستري محکمي ته سپارل شوي ده. اصلي شکمن: دوې ښخې دي چې يوه ئي د اندونزيا او بله ئي د ويتنام ده. کچيري پر دوی د شمالي کوريا دورور د وژنې تور ثابت شي په هغه صورت کې د مرګ دسزا سره مخامخ کېدای شي.

    دوی د پوليسو لخوا چې د مرمی ضد جامي ئي په تن وي محکمي ته حاضرکړلې شوي. حتي يوې ښځې خپل مخ پټ کړی و، خو د هغوي انځورونه تر قتل وروسته سمدستي خپاره شول. لومړۍ نيول شوي د ويتنام او ۲۸ کلن ده. دوهمه د اندونيزيا او ۲۵ کلنه ده. لکه چې د هوائي ډګر په کمرو کې ثبت شوي دوی په کيم جونګ نم حمله وکړه چې هغه ئي په عصبي غاز سره وژلی دي. ملګري ملتونه وائي چې په کیمياوي وسلو وژل شوی دي. پولیس وائي چې د سوداګرۍ په مرکز کې حمله کوونکو څو ځله په دې اړه تمرين کړي وو. ويتنامي ويلي چې دې ته وړانديز شوی چې د سړي سره ولوبيږي. خو داندونيزيائي کورنۍ ډاد څرګند کړ چې هغې د تلويزيون دپاره يوه خپرونه جوړوي. چې دې ته به ددې کار په بدل کې ۱۰۰ ډالره ورکوي. سيول ډاډه ده چې ددې قضيي تر شا د پیونگ یانگ لاس دي. او په دې پيښه کې څلورو کسانو لاس درلود. چې ټول د شمالي کوريا اتباع دي.داسې ويل کيږي چې د کيم جونګ نم تر وژنې څلور ورځي مخکې نوموړې د ماليزيا په هوټل کې د امريکا داستخباراتي مامور سره ليدلي دي او هغه ته ئي ځني اطلاعات ورکړيډي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی