په ژوندی پڼه خپرونه
    په تاجکستان کی د روسیې ژغورونکي

    په تاجکستان کی د روسیې ژغورونکي

    © Sputnik/ Varvara Gert'e
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    د روسیې ژغورونکو د خپلو تاجکو همکارانو د روزلو کار پیل کړی دی. د تعلیمي درسونو په ترځ کی له طبیعي آفتونو او تخنالوژیکي ناوړه پیښو څخه د اوسیدونکو د ژغورنې مسالې تمرینیږي.

    دا کورسونه د ملکي دفاع د بین المللی سازمان له لارې چی روسیه د هغو ترټولو ستر مرستندوی هیواد دی، تنطیم شوي دي.
    په دې هکله په دوشنبې کی زموږ د خبریال علیم فصح الدینوف رپوټ ته ستاسې پام راګرزوو.
    له مسکو څخه ژغورونکي تاجکستان ته د ملکي دفاع د بین المللی سازمان د تګ لارې په چوکاټ کی راغلي دي. روسیه اوس د دغه سازمان ترټولو ستر مرستندوی هیواد دی او د هغو تر څارنې لاندې د نړۍ په مختلفو هیوادو کی د ژغورنې د ادارو د پوتنسیال د پیاوړي کولو پروژې پلي کوي. په دوشنبې کی د تعلیمي کورسونو هدف د راتلونکې لپاره د کدرونو روزل دي او دا لوړ کیفیت لري. په دې هکله د روسیې د بیړنیو چارو د وزارت د ملکي دفاع د اکاډمی د انکشاف د انستیتوت آمر ویتالي سمیرنوف توضیحات ورکړل.
    ویتالي سمیرنوف وویل:« د ملکي دفاع د بین المللی سازمان مشري د روسیې تبعه ولادیمیر کووشینوف پرغاړه لري. دغه جوړښت د بشري مرستو د تنظیمولو د مسالو او د ملکي دفاع د بین المللی سازمان له غړو هیوادونو څخه د ملاتړ مسوولیت پرغاړه لري او ټولې مسالې په ډیره لوړه سطحه تظیمیږي».
    د روسیې د متخصصینو ماموریت لنډ مهاله دی. هغوی نیت لري د یوې اونۍ په بهیر کی د آفتونو د مخنیوي د خبرداری د ادارې اوپراتیفي تجربه خپلو تاجکو همکارانو ته ورکړي. د هغوی د توجه په محراق کی څو ټکي شامل دي. د هغوی په لړ کی په سیمه ایزه کچه د ژغورنې د چارو تنظیمول، د سیمو ساتنه او د ژغورنې د عملیاتو مستقیم تیارول شامل دي. د درسونو په ترځ کی طبعاً د تاجکستان خصوصیات په پام کی نیول کیږي — دلته د هیواد د خاورې په سلو کی ۹۳ غرونه تشکیلوي. د روسیې د بیړنیو چارو د وزارت د ملکي دفاع د اکاډمی د انکشاف د انستیتوت پروفیسور وايي چی دا ټول د ژغورنې پر چارو خاص اثر کوي.
    پروفیسور سمیرنوف وايی:«په تاجکستان کی خپلې بیړنۍ وضعې موجودې دي. هغوی خاصه ځانګړتیا لري. دلته د ځمکې ښوئیدل، سیلابونه او وچکالی رامنځ ته کیږي. سیمه غرنۍ ده. دلته زلزلې د اهمیت وړ دي. دا ټولې مسالې زموږ په درسونو کی په پام کی نیول شوې دي. موږ هڅه کوو په عمل کی وښیو چی څرنګه باید عمل وشي».
    د سپتمبر په میاشت کید روسیې د بیړنیو چارو د وزارت د ملکي دفاع د اکاډمی د انکشاف د انستیتوت استازي یوځل بیا دوشنبې ته راځي. هغوی به نوي کورسونه جوړ کړي. دوشنبې دا مرسته ډیره ارزښتمنه بولي. دلته خپلې تعلیمي موسسې نوي د جوړیدو په حال کی دي. په دې وضعه کی درسونه له اوریدونکو سره د خپلو ځوانو همکارانو د روزلو په چارو کی مرسته کوي. د یادولو وړ ده چی اوس روسیه د تاجکستان د ژغورنې د ادارو د عصري کولو د پروګرامونو د تحقق په برخه کی د دغه هیواد ستره همکاره ده. د مې په میاشت کی مسکو د ملګرو ملتونو له لارې د تاجکستان ژغورونکو ته د نیم میلیون ډالرو په بیه د ژغورنې نوي درانده تخنیکي وسایل ورکړي دي. روسیه د کال ترپایه د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په شاوخوا کی د دې لپاره تخصیص ورکوي، ترڅو د تاجکستان د بیړنیو حالاتو کمیټه په بې پیلوټه الوتکو او همدارنګه د وارو د ښوییدو، کندو او د ځمکې د ښوییدو په شرایطو کی په خاصو تخنیکي وسایلو تامین کړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی