په ژوندی پڼه خپرونه
    کابل مسجد افغانستان

    د افغانستان د علماوو شورا د پاکستاني علماوو له پرېکړې هر کلی وکړ

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 49 0 0

    د افغانستان د علماوو شورا غړو د پاکستاني علماوو د هغه پرېکړې هر کلی او ملاتړ هم کړی دی، چي له مخې یې دوی ځانمرګي بریدونه حرام بللي دي.

    د علماوو شورا غړی شهزاده شاهد وايي، دوی په ځلونو د ځانمرګو بریدونو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړی دی او هغه یې ناروا بللي دي، خو دا چي د افغانستان جګړه سیاسي ده او کوم مذهبي اړخ نه لري نو ځکه یې خبرو ځای نه دی نیولی

    سرچینه وايي، په افغانستان کي روانه جګړه مذهبي اړخ نه لري بلکي د خاصو سیاسي موخو لپاره روانه ده.

    دده په وینا دلته ځینې کړۍ د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره جګړه کوي او بهرني استخبارات ناروا څيزونه د وسله والو ډلو پر مټ تر سره کوي.

    ده همدا راز زیاته کړې، چي جګړه د فتواوو له لارې نه ختمېږي، بلکي روانه جګړه، اقتصادي، سیمه ییز، سیاسي او استخباراتي اړخونه لري.

    د شاهد په وینا دلته روانه جګړه د افغانانو ترمنځ جګړه نه ده، که یوازې د افغانانو ترمنځ جګړه وی، کلونه مخکي به ختمه سوې وه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی