په ژوندی پڼه خپرونه
    د پاناما پخوانی د يکتاتور مانوئل نوریگا مړ شوی دي

    د پاناما پخوانی د يکتاتور مانوئل نوریگا مړ شوی دي

    © AFP 2017/ Rodrigo Arangua
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    د پاناما پځواني ديکتاتور جنرال نوریګا د 83 کلونو په عمر ومړ. مانویل نوریګا له 1983 تر 1989 د پاناما مشر و، خو وروسته د امریکا د پوځي مداخلې پواسطه نسکور شو. نوریګا د سیاسي مخالفانو په ډله يزو وژنو تورن شو.

    په 1992 کال کې، هغه په امريکا کې په 40 کاله زندان محکوم شو،خو وروسته ئې د بند موده 30 کاله ته راټيته شوه. اوبيا دغه موده ۱۷ کاله او شپږو میاشتو ته ورسيده. وروسته فرانسي ته وسپارل شو چې د بند موده تيره کړي. په 2011 نوريګا له فرانسي څخه پانامي تامي ته وسپارل شو او هلته په بند کې پاتې شو. وروسته د دماغ د تومور له امله په کور کې تر نظارت لاندې ونيول شو. تر مرګ مخکې نوريګا څو واره د دماغ عمليات ترسره کړي دي او د مصنوعي کوما په حالت کې و.« مانوئل نوريګا مرګ زموږ د تاريځ فصل وتړي». دامطلب د پاناما ولسمشر نوان وارلا څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی