په ژوندی پڼه خپرونه
    په استانبول کې د ترکیې د ورځپاڼې مسوول مدير وژل شوی

    په استانبول کې د ترکیې د ورځپاڼې مسوول مدير وژل شوی

    © Fotolia/ Showcake
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 100 0 0

    په استانبول کې د دولت پلوه ورځپاڼې مسوول مدير قدیر دیمیریل په چاقو ټپي او وژل شوی دی. په دې هکله خبر د Hürriyet Daily News ورځپانې ورکړی دی.

    په دې هکله د خبر له مخې، د دیمیریل، د هغه د لور ایسما او زوم جمیل یاووز تر منځ کورنۍ شخړه رامنځ ته شوې وه، چې وروسته بیا په نښتې بدله شوې وه.

    په پایله کې زوم خپله ښځه او د هغې پلار په چاقو ووهل، دیمیریل په چاقو د ټپونو له کبله مړ شو او د هغه لور د سختو ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوې ده. د عملیات وروسته د هغې روغتیایي حالات د اندیښنې وړ ارزول شوي دي. قاتل له سیمې په تښته بریالی شوی. د پېښې په تړاو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی