په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د ځانګړو ځواکونو پوځیان د افغانستان سره پولې ته څیرمه دجګړه مارانو پلټنه کوي

    د روسیې د ځانګړو ځواکونو پوځیان د افغانستان سره پولې ته څیرمه دجګړه مارانو پلټنه کوي

    © Sputnik/ Alexandr Kryazhev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 181 0 0

    د روسیې د ځانګړو ځواکونو پوځیان داسې پوځي ښوونې تر سره کوي، چې په لړ کې یې د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د غیر قانوني پوځي ډلو ټپلو پلټنه کېږي. په دې هکله خبر د مرکزي سیمې د قوماندانۍ د رسنیزو چارو دفتر ورکړی دی.

    د ځانګړي قطعې پوځیان په لوړه غرنۍ سیمه کې کښته شوي او د تروریستي ډلو په پلټنه، د جګړه مارانو لخوا د وسلو او نشه یې توکو د لېږدولو د لارو د موندلو او په همدې ډول د تروریستانو تر منځ د همغږي د لارو چارو او د هغوی د وسلو د ګدامونو په پلټنه یې پیل کړی دی.

    الوتکې د هوا له لارې د پوځیانو ملاتړ کوي. د جګړه مارانو د موندلو وروسته الوتکې او توپچي ځواکونه د هغوی پر مورچلونو بریدونه او ګوزارونه کوي.

    د مرکزي سیمې د قوماندانۍ د رسمي استازي یاراسلاف روشوپکین په وینا، په دغو پوځي ښوونو کې د روسیې تر۲۰۰۰ پورې پوځیان برخه لري او تر۳۰۰ ډیرې پوځي تخنیکي وسېلې شاملې دي.

    د یادونې وړ ده، چې په تیره اونۍ کې د خپلواکه دولتونو د ټولنې په ۶ هیوادونو کې د تروریزم پر ضد د ګډو پوځي ښوونو «دوشنبې- د تروریزم ضد- ۱۷» لومړی پړاو پیل شو. دغه پوځي ښوونې به دوه پړاوه ولري او ۶ ورځې په دوام ومومي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی