په ژوندی پڼه خپرونه
    اروپايي ټولنه افغانستان، ایران او پاکستان سره د مرستې په موخه ۴۴ ملیونه ایرو بیلوي

    اروپايي ټولنه افغانستان، ایران او پاکستان سره د مرستې په موخه ۴۴ ملیونه ایرو بیلوي

    © AP Photo/ Manu Fernandez
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 84 0 0

    اروپایي تولنې ویلي؛ چې په پام کې لري، د مرکزي اسیا او لویدیځي اسیا هیوادونو سره، په کومو کې چې پوځي شخړې روانې او ناوړه طبعې پېښې رامنځ ته شوې دي، د بشري مرستو په موخه ۴۴ ملیونه ډالره بېلې کړي. دFront News International خبر له مخې ویل کېږي؛ چې دغه څرګندونې ددې ادارې په رسمي پاڼه کې خپرې شوي دي.

    خبر ورکړل شوي؛ چې ۲۵،۵ ملیونه ایرو به د افغانستان په دننه کې خلکو ته چې د جګړه ایزو سیمو نه وځي او په نورو سیمو کې ځای پر ځای کېږي او په همدې ډول هغو افغانانو، کډوالو سره چې خپل هیواد ته راستنېږي، د مرستو په موخه بېلې شي.

    اروپايي ټولنه به په ایران کې خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي. په ایران کې د بشري مرستو رسوونکو ټولنو سره به۱۰میلیونه ایرو مرسته وکړي، تر څو د افغان کډوالو او د کورنیو اساسي اړین توکي، د روغتیا، زده کړو، خوراکه توکو، داوبو رسوولو په برخه کې اسانتیاوي را منځ ته شي.

    دغه ډول ټولنې به په پاکستان کې تر ۷ ملیونو ایرو تر لاسه کړي. زیاته برخه به یې د هغو پاکستانیانو سره د مرستې په موخه ولګولې شي، چې په دې هیواد کې د شخړو له کبله د یوې سیمې نه بلې سیمې ته کډوال شوي او په همدې ډول یو اندازه به یې د افغان کډوالو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې وکارولې شي. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی