په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د سمندریزو ځواکونو بیړیو په پالمیرا کې د داعش د جګړه مارانو په مورچلونو د توغندیو ګوزارونه کړي

    د روسیې د سمندریزو ځواکونو بیړیو په پالمیرا کې د داعش د جګړه مارانو په مورچلونو د توغندیو ګوزارونه کړي

    © Photo/ Press service of the Ministry of Defence of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 82 0 0

    د روسیې د سمندریزو ځواکونو «ادمیرال ایسین» نومې بیړۍ او د «کراسنادار» نومي اوبتل په پالمیرا کې د داعش د تروریستي ډلې جګړه مارانو په مورچلونو د وزرلرونکو توغندیو ګوزارونه کړي دي.

    په دې هکله د خبر له مخې ویل کېږي؛«د مدیترانې په سمندرګي کې د روسیې د سمندریزو ځواکونو «ادمیرال ایسین» نومې بیړۍ او د «کراسنادار» نومي اوبتل په پالمیرا کې د داعش د تروریستي ډلې جګړه مارانو په مورچلونو څلور وزرلرونکو توغندي توغولي دي <…>، ټول په نښه شوي هدفونه له منځه تللي دي».

    ددغو ګوزارونو موخه راټول شوي هغه ځواکونه وو، چې د رقه نه راغلي وو.

    په دې هکله ویل کېږي، چې اوبتل نه دغه ګوزارونه په داسې حال کې شوي، چې اوبتل د اوبو لاندې وو.

    ددې سر بیره ویل کېږي، چې ددغو ګوزارونو په هکله خبر د امریکا، ترکیې او اسراییل اړونده قوماندانیو ته ورکړ شوی وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی