په ژوندی پڼه خپرونه
    ډونالډ ټرمپ نړیوالو مشرانو ته د خپل ګرځنده ټیلیفون شمیره ورکوي

    ډونالډ ټرمپ نړیوالو مشرانو ته د خپل ګرځنده ټیلیفون شمیره ورکوي

    © REUTERS/ Chris Keane
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 93 0 0

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نړیوالو مشرانو ته د خپل ګرځنده ټیلیفون شمیره ورکوي او وايي چې هغه سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي. په دې هکله خبر د AP آژانس ورکړی دی.

    د آژانس د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې «دغه ډول غیر عادي عمل د ددیپلوماتیک پروتوکول نه سرغړونه او د امریکا د سراعلی د قوماندان د خبرو امنیت او خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي».

    د امریکا د پخوانیو او اوسنیو چارواکو له قوله ویل شوي:«د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا او مکسیکو مشرانو ته ویلي، چې له ده سره د ګرځنده ټیلفون له لارې اړیکه ونیسي. د هغوی د معلوماتو له مخې، یوازې د کاناډا لومړي وزیر د هغه وړاندیز ومانه».

    د فرانسې د چارواکو په وینا؛ ټرمپ د فرانسې ولسمشر ایمانیول ماکرون ته هم د خپل ګرځنده ټیلیفون شمیره ورکړې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی