په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا په بریالۍ توګه د بالیستیکي توغندیو د نیولو سیستم و ازماوه

    امریکا په بریالۍ توګه د بالیستیکي توغندیو د نیولو سیستم و ازماوه

    © Photo/ Ministry of Defence of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 91 0 0

    امریکایي پوځیانو په بریالۍ توګه د وچو تر منځ د بالیستیکي توغندیو د نیولو سیستم و ازماوه او په آرام سمندر کې یې ښوونیزه موخه له منځه وې وړه.

    د پینتاګون د خبر له مخې، د نیولو اړونده دغې وسیلې د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کې د هوايي فضايي ځواکونو له اډې نه خپل فعالیت پیل کړ. د نیولو اړونده توغندی وتوانید، هدف د چاپیریال نه باندې ونیسي او د مخامخ ټکر سره یې له منځه ویسي.

    ښوونیز بالیستیکي توغندی د مارشال له ټاپوګانو توغول شوی وو، چې امریکایي رادارو سمدلاسه په نښه او وڅاره، چې له دې سره د توغندي د الوتنې بهیر وڅیړل شو او بیا له منځه ولاړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی