په ژوندی پڼه خپرونه
    مسلمانانو د مانچستر ښار د ترهګر د ښخولو څخه ډډه کړي

    مسلمانانو د مانچستر ښار د ترهګر د ښخولو څخه ډډه کړي

    © AP Photo/ Greater Manchester Police
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 95 0 0

    د مانچستر ښار اسلامي سازمانونو او جوماتونو د سلمان عابدي د ښخولو څخه ډډه کړي. نوموړي د مانچستر ښار د برید ترسره کوونکي وو، د دغې چاودنې په پایله کې ۲۲ تنه وژل شوی. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د Daily Mail له قوله خپور کړي.

    اوس مهال، د عابدي مړي د مانچستر څخه بهر په سردخانه کې ساتل کیږي. د موجوده معلوماتو له مخې، ځايې چارواکي نه غواړي چې ترهګر په مانچستر کې ښخ شي.

    د عابدي کورنۍ هم نشی کولای د هغه مړي ترلاسه کړي. د سلمان عابدي مشر ورور اسماعيل په مانچستر کې بندي دی. د هغه مور او پلار او د هغه کشر ورور په لیبیا کې دي. د سلمان عابدي پلار او کشر ورور د داعش سره د اړیکو درلودلو په تور نيول شوي دي.

    د راپور له مخې، د سلمان عابدي د مړي د برخليک په اړه پرېکړه به د قضايي چارواکو لخوا د څیړنو نه وروسته ونیول شی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    د مانچستر په چاودنه کې د نیول شوو کسانو په منځ کې د کيميا- محصل هم شته
    په مانچستر کی د تروریستي عمل په ترسره کولو شکمن سړي ښايي په لیبیا کی د جګړه مارانو په کمپ کی زده کړه کړې وي
    پوتین په مانچستر کې د چاودنې له کبله تیرزې مې ته د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل
    داعش ډلې په مانچستر کې د تروریستي برید پړه په خپله غاړه واخیسته
    په مانچستر کې د چاودنې له کبله د وژل شوو شمیر ۲۲ تنو ته ورسېد
    د مانچستر په هوايي ډګر کې Airbus ډوله الوتکه يوه موټر سره ټکر شوه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی