په ژوندی پڼه خپرونه
    لوروف: په کابل کی تر تروریستي عمل وروسته روسیه د ټولو بهرنیو لوبغاړو د فعالیتونو د همغاړه کولو بلنه ورکوي

    لوروف: په کابل کی تر تروریستي عمل وروسته روسیه د ټولو بهرنیو لوبغاړو د فعالیتونو د همغاړه کولو بلنه ورکوي

    © Sputnik/ Thomas Tkhaytsuk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 98010

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لوروف وویل، په کابل کی تروریستي عمل چی د ۹۰ کسانو په وژل کیدو تمام شو، یوه بله ډیره بده کړی ګرزیدلی چی له دوه ګونو معیارونو څخه د لاس اخیستو او بلااستثنا د ټولو بهرنیو لوبغاړو د فعالیتونو د بشپړو همغاړه کولو د اړتیا څرګندوونکی دي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل:«هیبتانک تروریستي عمل… یو بل ډیر بد زنګ چی له دوه ګونو معیارونو د لاس اخیستلو، او بالاخره، بلااستثنا د ټولو بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فعالیتونو د بشپړو همغاړه کولو او له افغان حکومت څخه له تروریزم سره په مبارزه کی د ملاتړ د اړتیا په هکله سیګنال ورکوي. دا له ټولو هغو هڅو څخه، په جیوپولیتیکي لوبو کی له ګټې اخیستو څخه د ډه ډه کولو غوښتنه کوي چی د افغانستان پرشاوخوا صورت مومي».
    د نوموړي د ارزونې له مخې، دا ډول هڅې « د افغان ولس پر برخه لیک او د اوسني بحران پر له منځه وړلو ډیر خواشینی کوونکی اثر کوي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی