په ژوندی پڼه خپرونه
    د بشر د حقوقو هغه مدافعین لادرکه شوی چی د ایوانکې ترامپ فابریکه یې پلټله

    د بشر د حقوقو هغه مدافعین لادرکه شوی چی د ایوانکې ترامپ فابریکه یې پلټله

    © AP Photo/ Evan Vucci
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 35 0 0

    په چین کی د امریکا د بشر د حقوقو د مدافع سازمان China Labor Watch دوه کارکوونکي لي چژاو او سو هین لادرکه شوی. هغوی په پټه په هغه فابریکه کی د کار د شرایطو په هکله څیړنې کولې چی د ایوانکې ترامپ د کمپنۍ بوټونه تولیودوي. په دې هکله د Time مجلې خبر ورکړی.

    د China Labor Watch یو بل استازی، هوا هایفین، د پولیسو له خوا نیول شوی. د هغه میرمنې دئین ګویلیان مجلې ته خبر ورکړی چی له امنیتي ارګانونو څخه یې له هغه سره د کتلو، خبروکولو او پیسو د اخیستلو د ممنوعیت په هکله خبرتیا ترلاسه کړې ده.
    د China Labor Watch سازمان مقر په نیویارک کی قرار لري او د هغه کارکوونکي د خپل ۱۷ کلن تاریخ په ترځ کی په نړۍ کی د نامتو او لویو کمپنیو د تامینوونکو له خوا د کار د قوانینو مراعاتول څیړي.
    د سازمان مدیر لي دزیان ویلي چی د ډیرو هڅو سره سره، له یادو شوو کسانو سره په تماس نیولو نه دی بریالی شوی. هغه باور لري چی دغه کارکوونکي یا په فابریکه او یا د پولیسو په ماموریت کی ساتل کیږي.
    په چین کی د امریکا د جمهور رییس د لور ۱۶ تجارتي علامې راجستر شوې دي. د چین د حکومت له خوا د دریو نورو علامو اجازه د اپریل په ۶ نیټه ترلاسه شوې ده. هغه په مارا لاګو کی له خپل پلار دونالد ترامپ سره یوځای د چین د ولسي جمهوریت له صدر شٍي جین پین سره په ماښامنی میلمستیا کی موجوده وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی