په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکايی میلیاردر باور لري چی په ځمکه کی همداوس د نورو سیارو څخه راغلي موجودات اوسیږي

    امریکايی میلیاردر باور لري چی په ځمکه کی همداوس د نورو سیارو څخه راغلي موجودات اوسیږي

    © Flickr/ NASA HQ PHOTO
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 74301

    امریکايي متشبث روبیرت بیګیلاو چی کمپنۍ یې له ناسا سره فعاله همکاري کوي، په دې هکله خپل مطلق باور څرګند کړی چی د نورو سیارو موجودات نه یوازې شته، بلکی په ځمکه کی اوسیږي.

    بیګیلاو دا ټکی د «۶۰ دقیقې» په مستقیمه خپرونه کی چی له ناسا سره د هغه د کمپنۍ همکاری ته وقف شوې وه، څرګند کړی. په دې هکله Independent خبر ورکړی.
    د Bigelow Aerospace کمپنۍ اوس د فضايی بیړیو لپاره خاص بادي موډول جوړوي چی په راتلونکې کی به په فضا کی د ژوند کلو لپاره ترې کار واخیستل شي. د هغه د موډول نمونه همدا اوس په بین المللی فضايی ستیشن کی آزمویل کیږي.
    بیګلاو د خپرونې متصدي لاري لوګان ته وویل:«زه مطلق باور لرم چی د نورو سیارو موجودات شته». نوموړي زیاته کړه:«په ځمکه کی د نورو سیارو موجودات وو او حضور لري. ما د دې کار په څیړنو په میلیونونو او میلیونونو، په امریکا کی تر بل هرچا زیاتې پیسې، لګولې دي».
    بیګلاو د خپروني د چلوونکي د دغې پوښتنې په ځواب کی چی آیا په لوړ غږ د داسې شیانو په هکله اعلان خطرناک نه دی، وویل چی د ده لپاره د نورو نظر اهمیت نه لري، ځکه چی دا هغه واقعیت نه شي بدلولی چی دی پرې پوهیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی