په ژوندی پڼه خپرونه
    په کابل کی د چاودنې په پیښه کی د جرمنی د سفارت دوه کارکوونکي ټپي شوي دي

    په کابل کی د چاودنې په پیښه کی د جرمنی د سفارت دوه کارکوونکي ټپي شوي دي

    © Sputnik/ Ilja Pitalew
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4601

    د جرمنی د سفارت دوه کارکوونکي په کابل کی د بهرنیو دیپلوماتیکو نمایندیګو پر سیمه د برید په نتیجه کی ټپي شوي دي. په دې هکله د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت استازې مارییا ادیبار په برلین کی د لنډ مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کی خبر ورکړ.

    دمخه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابرییل ویلي وو چی په کابل کی د چاودنې په نتیجه کی د جرمنی د سفارت دوه کارکوونکي ټپي شوي او د سفارت ساتونکی چی د افغانستان تبعه وو، وژل شوی دی.
    ادیبار وویل:«زموږ د سفارت دوه کارکوونکی ټپي شوي او واقعاً هم د افغاني امنیتي کمپنی یو افغان کارکوونکی چی امنیت یې تامیناوه، وژل شوی دی. موږ فکراً د دغه کارکوونکي له خپلوانو او دوستانو سره یو».
    د نوموړې په خبره، د وزارت په اضطراري قرارګاه کی د ورځی په دوهمه نیمايی کی یوه بله مشورتي غونډه جوړیږي. ادیبار وویل:«نن په اضطراري قرارګاه کی کی یوه بله مشورتي غونډه جوړیږي. په اوسني وخت کی موږ د پیښې بشپړه منظره په واک کی نه لرو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی