په ژوندی پڼه خپرونه
    د داعش جګړه مارانو د کابل د ښار په مرکز کی د تروریستي عمل چی د ۹۰ کسانو د وژل کیدو سبب شوی، مسوولیت پرغاړه اخیستی

    د داعش جګړه مارانو په کابل کی د چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی

    © AFP 2017/ Shah Marai
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51502

    د «اسلامي دولت» داعش جګړه مارانو د هغې چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی چی د افغانستان د پلازمینې کابل د بهرنیو دیپلوماتیکو نمایندیګو په سیمه کی پیښه شوې ده. په دې هکله د لبنان د «ال میادین» تلویزیون خبر ورکړی.

    لکه چی په کابل کی د ناتو د «غوڅ ملاتړ» د ماموریت د نمایندګی په اعلامیه کی ویل شوي، «شني سیمې» ته د ننوتو په لاره کی، چیرې چی د یوشمیر هیوادونو دیپلومتیکې نمایندګی قرار لري، له چاودیدونکو موادو ډک ټانکر وچادید.
    د نمایندګی په اعلامیه کی چی د «طلوع نیوز» نقل کړې، ویل شوي:«د افغان پوځیانو د بیداری او میړانې له برکته ماین ایښودل شوې واسطې ونه شوای کولی «شني سیمې» ته داخله شي.
    په ناتو کی عقیده لري:«دا برید په بشپړه توګه د ملکی وګړو ژوند ته ارزښت نه ورکول او د هغه دښمن وحشیانه ماهیت څرګندوي چی افغان ولس ورسره مخامخ دی. دا ډول بریدونه د افغاني انډیوالانو په وړاندې چی د خپل هیواد لپاره د سوله ایزې او باثباته راتلونکي لپاره هڅه کوي، زموږ ژبنې لانورې هم کلکوي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی