په ژوندی پڼه خپرونه
    ماسک د اقلیم په هکله له موافقې د امریکا د وتلو په صورت کی له سپینې ماڼۍ د وتلو ګواښ کړی

    ماسک د اقلیم په هکله له موافقې د امریکا د وتلو په صورت کی له سپینې ماڼۍ د وتلو ګواښ کړی

    © AFP 2017/ Robin Beck
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 19 0 0

    امریکايی متشبث ایلون ماسک، د SpaceX او Tesla Motors بنسټ ایښودونکي د بیزنس او اقتصاد د مسالو په هکله په هغه صورت کی په سپینه ماڼۍ د کارپوهانو د تړلې شورا په کار کی د مرستې د بندولو وعده ورکړې، که چیرې د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ د اقلیم په هکله د پاریس له موافقې د هیواد د وتلو پریکړه وکړي.

    هغه په دې هکله د چهارشنبې په ورځ، د مې په ۳۱ په خپل Twitter- اکاونټ کی لیکلي دي.
    ماسک لیکلي چی ده «هرڅه چی په توان کی درلودل، ترسره کړي»، ترڅو جمهور رییس ته له موافقې څخه د امریکا د نه ایستلو مشوره ورسوی. د Twitter یوه کاروونکي له ده پوښتنه کړې چی په هغه صورت کی، که چیرې ترامپ متضاده پریکړه وکړي، دی به څه وکړي. ماسک ځواب ورکړی چی «دی به بله چاره ونه لري» پرته له دې چی د کارپوهانو شورا ترک کړي.
    د مې په ۲۸ رسنیو خبر ورکړی وو چی ترامپ د اقلیم په هکله د پاریس له موافقې څخه د امریکا د ایستلو پریکړه کړې ده. یوه ورځ دمخه د دولت رییس په خپل Twitter کی لیکلي وو چی ورستي پریکړه به په راتلونکې اونۍ کی ونیسي.
    د اقلیم په هکله د موافقې د برخه والو له جملې چی د بخار غازونو د خپریدو د کمولو یا د هغوی د ثبات په هکله یې تعهد کړی، د امریکا وتل، د ترامپ د انتخاباتي مبارزو یوه وعده وه. د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۱۶ نیټه هغه ویلي وو چی «د اقلیم بدلون د ملي امنیت ترټولو حیاتي مساله نه ده. دا پر عقل د افراطیت بری دی او کانګرس باید دا ودروي. موږ دا پروګرام او د کیوتو پروتوکول او د پاریس موافقه چی یوازې د هغه چا شخصي تعهدات دي، چا چی هغه لاسلیک کړي، ردوو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی