په ژوندی پڼه خپرونه
    In this Dec. 22, 2013 photo, an Indian army soldier stands guard along barbed wire near the Line of Control (LOC), that divides Kashmir between India and Pakistan, at Krishna Ghati (KG Sector) in Poonch, 290 kilometers (180 miles) from Jammu, India

    د امریکا پخوانی سفیر: په افغانستان کې د روان کړکیچ تر شا د پاکستان لاس دی

    © AP Photo/ Channi Anand
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17811

    په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر ویلي، په افغانستان کې روان کړکیچ تر شا د پاکستان لاس دی او تر هغه چې په دغه هېواد کې د ترهګرو امن مرکزونه او پټنځایونه له منځه ولاړ نه سي ترهګري له منځه تلونکې نه ده.

    په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي د ترهګرۍ او وژنو د له منځه وړلو یوازینۍ لار دا ده، چې نړیوال پر پاکستان فشارونه ډیر کړي.

    هغه پر خپل ټویټر لیکلي، چې افغان چارواکي په کابل کې د تېرې ورځې برید د حقاني شبکې کار بولي، نو که دا د حقاني شبکې کار وي، ټولو ته معلومه ده، چې دغه شبکه په پاکستان کې فعال مرکزونه لري او د افغانستان نړیوال متحدین دې پر دغه هېواد فشارونه ډیر کړي.

    هغه زیاته کړې، تر هغه چې په پاکستان کې د ترهګرو امن پټنځایونه وي، ددغه پدېدې د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې جګړه کول بې ګټې دي.

    خلیلزاد همدا راز ویلي، اوس ددې وخت دی، چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ هېواد معرفي سي ځکه په ښکاره توګه د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او پخپل هېواد کې یې امن پټنځایونه ورکړي دي.

    نوموړي ټینګار کړی، تر هغه چې د افغانستان نړیوال متحدین پر پاکستان فشارونه ډیر نه کړي، دلته به وژنې او جګړې همداسې روانې وي.

    چې له امله به یې نړیوالو او افغان ځواکونو او افغانانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی