په ژوندی پڼه خپرونه
    Vanuatu

    د وانوآتو جمهور رییس د اسراییلو د واحدې او نه ویشل کیدونکې پلازمینې په توګه د بیت المقدس د په رسمیت پیژندلو سند لاسلیک کړی

    © Flickr/ PhillipC
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 65 0 0

    په آرام سمندر کی د وانوآتو د ټاپو دولت جمهور رییس بالدوئین لانسدییل د مې په پای کی سند لاسلیک کړی چی یوریشلم (بیت المقدس) د اسراییلو د واحدې او نه ویشل کیدونکې پلازمینې په توګه په رسمیت پیژني.

    لانسدییل د لاسلیک کولو په وخت کی وویل چی یوریشلم تل د اسراییلو د دولت پلازمینه وه او ښار باید د یهودانو او ټولو نورو لپاره واحد پاته شي.
    لکه چی د وانوآتو Daily Post ورځپاڼې خبر ورکړی، د سند د لاسلیکولو نووښت د آرام سمندر د عبادتي اسامبلې له لورې د نورو عیسوي سازمانونو سره په ګډه وړاندې شوی وو او د وانوآتو په خاطر د دعا خاصې ورځې ته وقف شوی دی.
    داسې سند د آرام سمندر د سیمې نورو مشرانو ته هم د لاسلیک کیدو په غرض استول شوی دی.
    د ۲۰۱۷ کال په منی کی د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د هغو وړاندې کول په پام کی دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی