په ژوندی پڼه خپرونه
    کلینتن د امریکا د له منځه وړلو په تړاو د پوتین د پلانونو په هکله څرګندونې وکړي

    کلینتن د امریکا د له منځه وړلو په تړاو د پوتین د پلانونو په هکله څرګندونې وکړي

    © AFP 2017/ Don Emmert
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 124 0 0

    په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې د امریکا ولسمشرې ته پخوانې نوماندې او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینتن د Variety رسنۍ سره د مرکې پر مهال وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په پام کې لري، امریکا له منځه ویسې.

    د هغې په اند؛"تکنالوژيکي ځواکونه چې په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې یې د امریکا ولسمشرۍ ته د هغې کمپاین ګډوډ کړ» د امریکا پر پالیسۍ د خپل اغیز لرلو په موخه خپلو دسیسو ته دوام ورکوي".

    کلینتن وویل: "زه فکر کوم، چې دا خبره مهمه ده، چې د تېرو ریښتینو درسونو (د ولسمشرۍ د ټاکنو کمپاین) نه زده کړه وکړو.

    (ټکنالوژیکي) ځواکونه نه یوازې زمونږ په ټاکنو او د پالیسۍ په غوره کولو کې اغیز لرلو ته لېواله دي. هغوی په همدې ډول په پام کې لري، چې زمونږ پر اقتصاد او د یوه ملت په توګه زموږ پر يووالي هم اغیز ولړي.

    نوموړې وویل، چې ګواکې، د روسیې لخوا د ولسمشرې د ټاکنو پر مهال د غلطو مالوماتو خپرولو سره د هغې د ګټلو چانس کم شو. دوی وتوانېدل د بریښنا په کرښه په ټولنیزو رسنیو کې "جعلي خبرونه" چې د مخنیوي لپاره یې چمتو نه وو، خپاره کړي.

    کلنټن څرګنده کړه، چې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره "ټیکنالوژیکي انقلاب د سیاسي وسلې په توګه وکارول شو."

    کلینتن یادونه وکړه:"مهمه خبره دا ده، چې په تکنالوژۍ او سوداګرۍ کې خلک په دې پوه وي، چې پوتین غواړي موږ وځپي، امریکا له منځه ویسي. هغه — د کي جي بي پخوانې اجنټ دی".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی