په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیه د امریکا پرخلاف د دیپلوماتیک ملکیت د توقیف په خاطر اعتراض کولی شي

    روسیه د امریکا پرخلاف د دیپلوماتیک ملکیت د توقیف په خاطر اعتراض کولی شي

    © Sputnik/ Iliya Pitalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    مسکو له واشنګټن څخه د روسیې د ملکیت د غیرقانوني توقیف له کبله د زیان د جبرانولو غوښتنه کولی شي. په دې هکله د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت رسمي استازې مارییا زخارووا د «ریانووستي» آژانس ته معلومات ورکړي دي.

    د نوموړې په خبره، «دا به په دې اړه ولري چی خبرې به څه ډول صورت ومومي». زخارووا زیاته کړه:«موږ تراوسه د دې مسالې په هکله د نوې ادارې په دریځ نه پوهیږو. یوازې لومړنی خبرې شوې دي. تماسونه وو، خو نه دومره ډیر».
    د بهرنیو چارو په وزارت کی یې څرګنده کړه چی امریکا تراوسه روسیې ته د دیپلوماتیکو تاسیساتو په اړوند د اوضاع د حل په هکله وړاندیزونه نه دي ورکړي، که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسون پر دې مساله بحث کړی.
    لکه چی The Washington Post له وضعې سره د آشنا سرچینو په حواله خبر ورکړی، د ترامپ اداره روسیې ته د توقیف شوي ملکیت د څیړنې د مسالې په صورت کی له دیپلوماتیک خوندیتوب څخه د دغو ودانیو د بې برخې کولو امکان څیړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی